یوه افغان پوليس دوه امريکايي سلاکاران ټپيان کړل

د افغانستان د پکتيا ولايت د امنيه قوماندانۍ يو پوليس وروسته له هغه ووژل شو،چې په ډزو يې دوه تنه امريکايي سلاکاران ټپيان کړل.
د پکتيا د امنيه قوماندان ياور عظيم الله وويل،چې دا پېښه پرون تر غرمې مخکې  شاوخوا ١١ بجو شوې ده.
هغه زياته کړه، چې پرون  يو شمېر امريکايي سلاکاران او پوځيان امنيه قوماندانۍ ته راغلي وو، چې يوه پوليس ناڅاپه پر دوى ډزې وکړې، چې له امله يې دوه سلاکاران ټپيان شول.
سرچينه وايي ، چې په ځوابي ډزو کې دغه  پوليس وژل شوى دى.
د عظيم الله په وينا، سيمه امريکايانو کلا بنده کړې  او اوس د افغان او امريکايي ځواکونو ترمنځ د پېښې د څېړنې په اړه غونډه شوي،چې نتیجه یې لا نه ده معلومه.
امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Add new comment