دپاکستان دطالبانو ترمینځ په جنګ کښې اته کسان وژل شوي
د پاکستان دشمالي وزیرستان دمرکز میرانشاه دلویدیځ په ۶۵ کلومیټرۍ کښې په وچه میله کښې د طالبانو ډلې او له هغې څخه دجلا شوي ډلې ترمینځ په جنګونو کښې اته طالبان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي .
په وژل شویو طالبانو کښې شپږ غړي د حکیم الله مسحود ډلې کسان دي .
په تیرې اپریل میاشت کښې د پاکستان دطالبانو ډلې دپخواني مشر حکیم الله محسود له وژلې وروسته دحکیم الله مسعود له پلویانو سره د طالبانو دجلا شوي ډلې دقوماندان خالد مسعود چې په خان سیدسجنا مشهور دی د پلویانو لخوا دجنګونو له رامینځته کیدا راهسې تراوسه ۱۰۶ کسان وژل شوي .
دخالد مسعود ډله تیره میاشت له طالبانو ډلې بیله شوه او شناندو دطالبانو ډلې دغه بیلیدل د طالبانو ډلې ترمینځ د اختلاف داچولو لپاره د پاکستان دپوځ دستراتژۍ بریالیتوب بللی دی
Add new comment