که جدي فکر ونه شي،د پاکستان شتون په سخت خطر کښې دی
که څه هم پاکستان د تاریخ په اوږدو کښې له زیاتو ستونزو سره مخ ؤ، په تیره بیا هغه مهال چې په جمهوریت او ډیموکراسۍ بریدونه وشول،دغه هیواد اوس مهال په ترهه ګرۍ سربیره،پاکستان د خپل پړاؤ له سختو او خطرناکو شیبو تیریږي او الله تعالی دي وکړي، چې روغ ترې ووځي .
د دغه راپور لیکوال لیکي،که د پاکستان سیاسي او پوځي چارواکې کوم جدي فکر ونکړي،نو د زیاترو شناندو او کارپيژاندو په آند،لیرې بریښي،چې دغه ستر اسلامي هیواد دې،له جغرافیاوي پلوه په اوسنې وضعیت پاتې شي .
د پاکستان د پښتونخواه ملي عوامي پارټۍ مشر او د ولسي جرګي غړي محمود خان اڅکزي ،پرون په ولسي جرګه کښې،چې د دغه هیواد د ۲۰۱۴ م او ۲۰۱۵ م کلونو د بودیجي د څیړلو لپاره جوړه شوي وه،په دغه بودیجه بحث وکړ،د هیواد بیړنیو حالاتو ته په پام سره یې،خبرداری ورکړ،چې په پاکستان کښې جمهوریت په خطر کښې دی .
اڅکزي، د پاکستان پوځ او استخباراتو ته د بریالي توب هیله وکړه او د دغه هیواد په سیاست کښې یې د دغو ارګانونو د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه او ويي ویل،کله چې پاکستان جوړ شو،نو زما پلار په بند کښې ؤ ،د جنرال ضیاالحق په وخت يې زه تښتیدلی اعلان کړ م ،هغه هم یوازې د دې لپاره چې ما ډیموکراسۍ خبري کولي.
نوموړې د پاکستان لومړې وزیر میامحمد نوازشریف او د پوځ قوماندان جنرال راحیل شریف ته په خطاب کښې وویل، داوړه دې د هیواد په اداره کښې سره غږمله شي که نه نو له جدي خطر سره به مخ شي.
اڅکزي د پاکستان له پوځ او حکومت څخه وغوښتل،افغانستان کښې لاسوهنه نه کوي،هلته دې پوځي اقدامات نه کوي،په قبایلې سیمه کښې سلګونو پراته ازبک سرزورې له کومه راغلل،اوس په پاکستان کښې لا د چين د ترهه ګرو د شتون نښې هم لیدل کیږي .
دغه راپور زیاتوي، د پاکستان د دغه تکړه سیاستوال په وینا،که د ګاونډیو هیوادونو په کورنیو چارو کښې له لاسوهنې لاس وانه خیستل شي،نو دغه مهال بیا دا پاکستان دی،چې له سختو خطرونو سره به مخ شي .
د پاکستان لومړې وزیر نوازشریف د ۲۰۱۳ م کال د پارلماني ټاکنو د تبلیغاتو او همدغه راز چې له کله لومړی وزیر شوی،په ډاګه يې ویلي دي، د دغه هیواد اقتصاد به تر هغو ښه نه شي،تر څو چې د ترهه ګرۍ جرړې نه وي وچي شوي .
نوموړې د پاکستان په بهرنې سیاست هم نیوکې کړي او په ځلونو یې ټینګار کړی،بهرنی سیاست باید په پارلمان کښې غوره کړاي شي.
نوازشریف اعتراف کړی دی،په افغانستان کښې لاسوهونکې سیاستونه نور بس دي ،دغو سیاستونو پاکستان ته کومه ګټه نه ده کړي ،له هندوستان سره دې هم د خبرو اترو له لارې ستونزې آواري شي ، خو په خواشینۍ سره باید ووایو دغه ډول دریځونه چې د پاکستان د خلکو نیکمرغي له ځان سره لري ،د دغه هیواد د پوځ ، استخباراتو یا آی ایس آي او د مذهبي ګوندونو او ډلو په تیره بیا د جماعت اسلامي ګوند خوښ نه شول .
دغه راپور زیاتوي، کله چې د پاکستان لومړې وزیر د کورنۍ ترهه ګرۍ په اړه هم هڅه وکړه ،چې له طالبانو سره د خبرو اترو له لارې دغه لانجه آواره کړي ،نو د کره سرچینو په وینا پوځ یې مخه ونیوله، ځکه که د پاکستان له ځايي طالبانو سره خبرو اترو کومه نتیجه ورکړي واي،نو په دې بڼه کښې باید افغان طالبان او حقاني چینل هم له وزیرستان قبایلې سیمې وتلی واي، پاکستاني طالبان د دغه هیواد په قبایلې سیمو کښې د افغان طالبانو د ساتلو لپاره ښه پوښښ دی او په افغانستان کښې، چې هره لاسوهنه کیږي، د پاکستاني طالبانو په نامه ختمیږي .
پاکستاني طالبان چې په ۲۰۰۷ م کال کښې جوړ کړاي شول ،په حقیقت کښې په افغان طالبانو د برغولي ایښودلو لپاره ؤ او پاکستان غوښتل د دوۍ له لارې په ګاونډیو هیوادونو کښې خپلي ګټي وساتي ،لاسوهنه وکړي ،خو همدغه طالبانو نن په پاکستان بریدونه کړي دي .
د پاکستان د خبري سرچینو په وینا، په سلګونو ازبک ترهه ګر او د پاکستان له ځايي طالبانو سره یوځاي شوي ،د کراچۍ په هوايي ډګر په وروستي برید کښې همدوۍ شریک ؤ ،نو لازمه ده چې د پاکستان پوځي او استخباراتې چارواکې ،چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ م کلونو کښې د بنو او ډیره اسماعیل خان له بندونو د سلګونو طالبانو له خوشي کیدو سره مرسته وکړه او هغوۍ خپله ستراتیژیکه پانګه بولي ،نور له دې چاري ولاس واخلي او که نه د محمود خان اڅکزي په وینا د پاکستان شتون له جدي خطر سره مخ دی
Add new comment