د عراق د بهرنیو چارو وزیر وايي له واشنګټنه مو د پوځي مداخلې غوښتنه نده کړې

د عراق د بهرنیو چارو وزیر، هوشیارزیباري له سي ان ان سره په مرکه کې ویلي چې موږ له واشنګټنه په عراق کې د پوځي مداخلې غوښتنه نده کړې، خو امریکا په عراق کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره ددغه هېواد له دولت څخه د ملاتړ په برخه کې ژمنه وکړه.
د العراقیه چینل د انټرنیټي سایټ د خبر له مخې،زیباري زیاته کړې ده چې واشنګټن د عراق له دولت سره ملګرتیا کوي او دداعش د وسله والو له خوا د موصل ښار نیول د عراق لپاره یوه ستره امنیتي ماتې ګڼل کېږي.
زیباري ویلي چې د عراق پوځ له داسې وضعیت سره مخ شوی چې د پوځ ړنګېدل یې بللای شوو.

Add new comment