په ایران کښې د امام زمان غ دزوکړې په مناسبت جشنونه روان دي

د بشریت دژغورونکي حضرت مهدي موعود امام زمان عج د زوکړې له کلیزې سره په یووخت په اسلامي ایران کښې جشنونه روان دي .
صبا د ۱۴۳۵ هجري قمري کال د شعبان دمیاشتې ۱۵ چې د ۲۰۱۴ میلادي کال دجون دمیاشتې له ۱۳ نیټه د ه چې د دنیا دشیعه مسلمانانو ددولسم امام حضرت امام مهدي علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري .
حضرت امام مهدي علیه السلام د ۲۵۵ هجري قمري کال د شعبان په پینځلسمه نیټه وزږید .
د حضرت امام مهدي علیه السلام د زږیدا په شپې او ورځ داسلامي ایران خلک مذهبي ځایونو ته  په ورتلو او مختلفو جشنونو په ترسره کولو سره له حضرت امام زمان علیه السلام سره خپل ارادت ښيي .
دایران خلک دحضرت امام مهدي علیه السلام د زوکړې په شپه شربتونه او شیرینې ویشي او دغه راز دحضرت امام مهدي علیه السلام په ستاینه کښې سرودونه هم و ايي .
دایران دراډیو او ټیلي ويژن اداره دبشریت دیوازني ژغورونکي حضرت امام مهدي علیه السلام د نیمکرغه زوکړې په مناسبت ددنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا ازادي غواړو ته امبارکي وايي .

Add new comment