دداعش غړي د اسرایلو او سعودي عربستان شریکان دي

د عراق سني مفتي شیخ احمد کبیسي د داعش له تکفیریانو سره دمقابلې لپاره د جهاد حکم ورکړ او ډاګینه يې کړه دداعش غړي د اسرایلو او سعودي عربستان شریکان دي او هغوې د اسلام دکمزوري کولو او تباه کولو په لاره کښې ګام پورته کوي .
زمونږ خبریال و ايي د عراق اهل سنت مفتي او نامتو روحاني شیخ احمد الکبیسي له هغو کسانو سره چې ځانونه دداعش ډلې غړي ګڼي دجهاد  د واجب ګڼلو په ترڅ کښې وویل له هغوې سره دمقابلې واجب کیدل یوازې په عراق کښې د هغوې  له وروستیو اقداماتو سره ارتباط نلري او دا  کوم نوی حکم نه دی بلکې  د داعش ډلې غړي د سعودي عربستان او اسرایلو شریکان دي او هغوې د اسلام دکمزوري کولو او د اسلام دماتي لپاره جنګیږي .
د عراق سني مفتي شیخ احمد الکبیسي چې په پوهنتون کښې یې زده کړي  او د ټولنپیژندنې او الهیاتو په برخه کښې يې ډکټرا هم لري او دمتحده عربي اماراتو په پوهنتونو کښې درس ورکوي وویل زه یوځل بیا ډاډ ورکوم چې داعش وهابي ډله ده  چې داسلام د له مینځه وړلو بهیر ګړندی کړي .
هغه وویل ترهګرې ډلې دصهیونییسټ رژيم دچارواکو په ملاتړونو او لارښونو سره بریالې شوي دي په لیبیا ، تیونس ، یمن ، سومالیا او اوس په عراق  کښې پراختیا ومومي .
دعراق سني مفتي وویل اوس ددنیا ټول خلک پوهیږي چې سعودي عربستان دامریکا په مرستې سره داعش ترهګره ډله پیاوړي او په وسلو سمبال کړي ده .
 دعراق اهل سنت مفتي وویل داعش ډله ځان عرب او مسلمان بولي  داپه داسې حال کښې دي چې ددغه ډلې نیم کسان په عربۍ نه پوهیږي او د اسلام له لومړیو فرایضو خبر نه دي  خو د عربو نیشنلزم ادعا او شعار ورکوي .

Add new comment