له بدله مرغه مسلمانان له یوبل سره په جنګ شوي

دایران دتقلید یوه ستر مرجع  دعراق دشمال په مختلفو سیمو د داعش ترهګرې ډلې حملې وغندلې .
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران دتقلید ستر مرجع ایت الله حسین نوري همداني نن دعراق مسلمان ملت  ته په وینا کښې وویل ډاډمن ووسئ په هرې مرحلې کښې د مسلمانانو بریالیتوب پریکنده او داسلام دمخالفانو ماتي مسلمه ده .
ایت  الله نوري همداني ټینګار وکړ دعراق په مختلفو سیمو د داعش ترهګرې ډلې یرغل په اسلام حمله ده او په مسلمانانو واجب دی  چې په ټول قوت او امکاناتو سره د اسلام دحریم دفاع وکړي .
د ایران دتقلید یوه بل ستر مرجع ایت الله جعفر سبحاني هم داسلام ددښمانانو ددسیسو په وړاندې د اسلامي امت په اتحاد ټینګار وکړ .
هغه وویل اسلامي امت دنده لري چې دکران کریم ، د  پیغمبر اکرم ص او  د قبلې  په شان اسلامي ګډولې د وحدت چورلیز وګرځوي .
ایت الله سبحاني داسلامي امت اختلافات د دښمانانو دمکارې هڅې  او دجاهلي تعصباتو دپیاوړتيا له کبله وبلل او زیاته يې کړه له بده مرغه له ډیرو اسلامي مشترکاتو او ګډولو سره سره په مسلمانانو کښې جنګونه او ورور وژله زیاته شوي ده .
دایران دغه مذهبي مرجع داسلامي فرقو جنګونه د دښمانانو فتنه وبلله او زیاته يې کړه اروپایان د مینځنیو پیړیو له جنګونو وروسته هوښیار شول او نور جنګونه  نه کوي خو له بدله مرغه مسلمانان له یوبل سره په جنګ شوي او دپرمختګ پرځاې دنابودۍ کوشش کوي .
هغه وویل که چیرې مسلمانان د اسلام د ګټو په هکله حقیقي زړه سوی لري باید دصهیونیسټ رژيم له لاس څخه د فلسطین او قدس دژغورلو لپاره اقدام وکړي .

Add new comment