په عراق کښې د داعش ډلې ترهګر په تښتیدا دي
دعراق خارجه وزیر هوشیار زیباري وویل وسله وال ترهګر چې په دوو (۲) ښارونو يې حملې کړي وې د امنیتي ځواکونو لخوا له اقداماتو وروسته په تښتې دي . دعراق خارجه وزیر هوشیار زیباري چې په لندن کښې په یوه کانفرنس کښې ګډون لري ومنله چې دعراق په موصل او تکریت کښې جدي پرمختیاوې شوي دي . هغه وویل ما له عراق څخه خبرونه ترلاسه کړي دي چې اوس حالات بدل شوي او حکومتي عسکر توانیدلي چې له سره منظم شي او وسله وال ترهګر په شا وتمبوي او دتکریت په جنوب کښې د نورو مهمو ستراتژیکو تاسیساتو دنیولو لپاره د ترهګرو کوشش ناکامه کړي . دعراق خارجه وزیر وویل زه فکر کوم چې دداعش ترهګرې ډلې غړي په تښتیدا دي . دویلو ده چې دعراق د نینوا ولایت والي چې دپارلمان دمشر اسامه النجیفي ورور دی حکومتي چارواکو ته حکم ورکړی وو چې په دغه ولایت کښې ټول حکومتي سندونه وسوزوي او دترهګرو په و ړاندې چې هغه مجاهدین بلل مقاومت ونکړي . په عراق کښې ځینې حکومتي چارواکي چې له سعودي عربستان، قطر، ترکي، اردن او ځینو نورو هیوادونو زیاتې پیسې ترلاسه کوي له ترهګرو ډلو سره ملګرتیا کوي او دهغوې د اقداماتو ملاتړ هم کوي .
Add new comment