د پاکستان حکومت ته د طالبانو د ډلې خبردارے

 طالبانو ډلې خبردارے ورکړ چې د پاکستان د فوځ د عملياتو د دوام  په صورت کښې به له حکومت سره جنګ لا سخت کړي.
د دغې ډلې وياند شاهدا ... شاهد ادعا وکړه چې د پاکستان حکومت د طالبانو له ډلې سره په خبرو اترو کښې جدي نۀ  دے او دغه ډله هم چمتو ده چې د فوځ د عملياتو د دوام په صورت کښې د اسلام اباد له حکومت او پاکستاني ځواکونو سره جنګ لا سخت کړي. د طالبانو د ډلې له خبرداريو وروسته د پاکستان حکومت او فوځ د کابينې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې چې پرون د دغه هېواد د وزيراعظم نواز شريف په مشرۍ وشوه فېصله وشوه چې په شمالي وزيرستان کښې به د مخالفو او ترهه ګرو عناصرو په خلاف نوي عمليات شروع کړي.
د سياسي څارونکو له نظره داسې يوه فېصله کونه له څو اړخونو د پام او غور وړ ده. وړومبې دا چې د طالبانو ډله له حکومت سره د خبرو اترو په دوام باندې له تاکيد سره سره خپلو دهشتګردانه حملو ته دوام ورکوي چې د کراچۍ په هوائي ډګر وروستۍ حمله د حکومت په خلاف د دغې ډلې تر ټولو تازه حمله وه. بله دا چې د طالبانو ډله چې ويل کيږي په درې شپېتو وسله والو ډلو مشتمله ده له حکومت سره د خبرو اترو لپاره تر اوسه د نظر پوره اتفاق ته نۀ ده رسېدلې او د خبرو اترو د پلوي او مخالفو ډلو ترمېنځ کورنۍ نښتې هم هغه شان دوام لري. په قبائيلي سيمو کښې د پراخو عملياتو لپاره د پاکستان د حکومت او فوځ د فېصلې دريم دليل د پاکستان د عامه افکارو په نزد د دغه هېواد د فوځ او فوځي ځواکونو د موقعيت کمزوري ده، د دغه هېواد فوځ چې ځان يې له دښمنانو سره د مقابلې  لپاره تيار کړے دے او ځان د سيمې يو مهم فوځي قدرت ګڼي د پاکستان د خلقو لپاره د منلو خبره نۀ ده چې څو ترهه ګرې  او وسله والې ډلې دې د دغه هېواد ملي امنيت په خطره کښې واچوي او فوځ دې د هغوي په وړاندې خاموشي اختيار کړي. په همدې دليل د وال سټريټ جرنل امريکائي ورځپاڼې په يو رپوټ کښې ادعا وکړه چې د پاکستان فوځ له دهشتګردو سره دوه رنګيزه لوبه کوي.
وال سټريټ جرنل د پاکستان استخباراتي اداره آئي اېس آئي د افغانستان د طالبانو ډلې ته په پناه ورکولو تورنه کړه. دا په داسې حال کښې دي چې د پاکستان حکومت او فوځ د طالبانو له ډلې سره د مقابلې لپاره  خپله کلکه اراده اعلان کړې ده. خو د پاکستان وزيراعظم ويلي دي چې سياسي لاره هم د دغه هېواد د کړکېچ د ختمولو د يو مهم انتخاب په توګه تعقيبوي.
د سياسي څارونکو له نظره د خلقو او حکومتي ادارو په خلاف د طالبانو د ډلې د دهشتګردانه حملو سختېدو د نواز شريف حکومت له دغې ډلې سره د خبرو اترو د سياست د تعقيبولو لپاره له سختو حالاتو سره مخامخ کړے دے. ځکه چې د خبرو اترو مخالفان مدعي دي چې د طالبانو ډله د خبرو اترو له ادعا سره د ځان د منظمولو او مضبوطولو لپاره د وخت د اخېستو په لټه کښې ده. په دې اړه د طالبانو د ډلې د وياندوے ادعا چې دغې ډلې د 2004 کال په پرتله زيات قوت پېدا کړے دے په پاکستان کښې له دغې ډلې سره د خبرو اترو د مخالفانو دريځ تائيدوي.
په همدې وجه د پاکستان وزيراعظم هم دې نتيجې ته رسېدلے دے چې د طالبانو له ډلې سره په يو وخت فوځي لاره او سياسي لاره تقيب کړي چې دغه هېواد ته امنيت او قراري ستنه کړي.

Add new comment