د مهدویت او دامام الزّمان د ظهور موضوع پاخه الهي ژمنه ده

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي  نن  دبشریت دژغورنکي  حضرت امام الّزمان عج ا... تعالی فرجه شریف   دنیکمرغه زوکړې دکلیزې   په درشل کې ددارالحدیث موسسې دڅيړنیزو اوعلمی تولیداتو  او دقرآن   دڅيړنځاي دنندارتون  په لیدوسره  ددغې موسسې  داستاذانو ،څیړاندو  اوکارکونکو په ټول کې پخپلې وینا کې وویل ،دمهدویت   او دامام الزّمان د ظهور موضوع  دالهي ژمنې یوه برخه ده  چې دهغو ژمنو پوره کیدا چې  دتاریخ په اوږدو کې بشریَت ته ورکړل شوي  او په حقیقت کې  یو ډول انسانانو ته ډاډ ورکول دي چې  دغه لویه ژمنه  به حتما پوره شي.
داسلامی  انقلاب معظم لارښود  دحضرت امام مهدي (ع)دایرة المعارف  برابرول  اسلامی ټولنې ته یوه ارزښتمنه ډالۍ وبلله او روښآنه ئې کړه ، ددغه دایرةالمعارف  برابرول   اسلامی او علمي ټولنو ته   یوه  ارزښتمنه  ډالۍ او دتشو یا خلاګانو دپيژندنې یوه غوره بیلګه ده .
حضرت ایت ا.. العظمی سید علی خامنه ای  دایران داسلامی انقلاب بریالیتوب بشریت ته  د ډاډ ورکونکو ژمنو څخه  دیوې ژمنې پوره کیدا وبلله او وې فرمايل ،  چا دا تصور کاوه چې  په دغې ډيرې حساسې سیمې  او په دغه هیواد کې  او په هغه ځاي کې چې  دنړیوالو قدرتونو تربشپړملاتړ لاندې یو رژیم پکې  شتون درلود،  د دین ،فقې  اوشریعت په اساس  یو انقلاب بریالی شي .
دوي  دې خبرې ته په اشارې سره چې  په امام الزمان اعتقاد درلودل  او بلاخره دبشریَت د کاروان حرکت  دالهي دینونو دنړۍ لید یوه مهمه برخه  ده زیاته کړه ،  ټول الهي دینونه باوري دي چې دبشریت کاروان به  د لارې په پاي کې  ،یوه په زړه پورې ،خوښ او خوشالونکي منزل ته ورسیږي  چې خورامهمه ځانګړنه ئې عدالت دی .
 داسلامی انقلاب ستر لارښود  وویل دبشریَت  کاروان دخلقت له هماغه پیله  دسختو،ازغنو اوجبۍ لرونکو ټيټو هسکو لارو دتیریدا په حال کې دی  څو یوې هوارې  او پرانیستي لارې ته ورسیږي  چې دغه هواره لاره  هماغه دحضرت امام مهدي دظهور پړاؤ دی . دوي  دبشریَت دکاروان دلارې پاي ډير هیله منونکی وباله او ټينګار ئې وکړ ، دفرج انتظار یو ځواک بخښونکی او هیله منونکی انتظار دی  او دانتظار ورحیه  داسلامی  ټولنې لپاره دفرج یوه خورا لویه هیله اودریچه ده

Add new comment