د پاکستان خلکو د شیعه ؤ د وژلو په اعتراض کښې مظاهري وکړي

د پاکستان خلکو پرون د دغه هیواد په تفتان ښار کښې د ترهه ګرو لخوا د دیرشو  زیارتوالو له شهیدولو وروسته، د دغه هیواد په کویټي، لاهور،ګلګت  په څیر ښارونو کښې مظاهري وکړي چې  تر ننه هم په ځینو برخو کښې رواني وي .
دغه مظاهرو کښې د ترهه ګرو پرضد شعارونه ورکول کیږي .
د پاکستان د وحدت مسلمین د ټولنې   غړو هریو سید هاشم موسوي،علامه مقصود علی ډومکي او علامه تقوي  په  دغو لاریونونو کښې ویناوي وکړي او ويي ویل، نور د حکومت په ژمنو باور نه کوي   او د پاکستان د شیعه ؤ د ځانونو د ساتلو او خوندیتوب لپاره  به ډیر زر خپل پروګرامونه اعلانکړي .
 د دغه خبر له مخې مظاهره کوونکو په کراچۍ کښې له بیګا  پرلتۍ هم وهلي دي .
د دغه  ترهه ګر برید مسؤلیت جیش  الاسلام ترهه ګرې ډلګۍ په غاړه اخیستی دی .

Add new comment