اېټمي خبرې اترې له جنيوا نه تر ويانا
تر څو نورو ورځو پورې به د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د اېټمي خبرو اترو تازه پړاو په ويانا کښې جوړ شي. د ويانا خبرې اترې به د خبرو اترو پنځم پړاو به د جولائۍ تر شلمې پورې وروستۍ موافقې ته د رسېدو په چوکاټ کښې د 2013 کال د نومبر د څلوريشتمې نېټې د جنيوا د وړومبۍ موافقې له مخې جوړ شي. خو د دغو خبرو اترو له حساسو او پېچلو مرحلو څخه په تېرېدو کښې اوس په دوه اړخيزه شکل کښې د خبرو اترو نوې مرحلې بڼه نيولې ده چې له پرون راهسې په جنېوا کښې د ايران او امريکې د اېټمي خبرې اترې کوونکو ټيمونو ترمېنځ نېغ په نېغه شروع شوې ده. د دغو خبرو اترو وړومبے پړاو د دواړو خواو لخوا مثبت وبللے شو. دواړو خواو پرون له پنځو ګېنټو نه زياتې مودې پورې غونډه وکړه او د ځاي وخت مطابق له نن سهار څخه خبرې اترې بيا شروع شوې.
د ايران د بهرنيو چارو د وزير مرستيال او په جنېوا کښې د ايران د خبرې اترې کوونکي ټيم مشر سيدعباس عراقچي ويلي دي چې دوه اړخيزې نورې کتنې به هم له اصلي کتنې مخکې چې ټاکلې شوې ده د جون له شپاړسمې نه ترشلمې نېټې پورې په ويانا کښې ترسره شي بڼه نيسې.
ټاکلې شوې ده سبا د شورو او زيارت په ورځو کښې په روم ښار کښې د روسيې او فرانسې له استازيو سره دوه اړخيزه خبرې اترې ترسره شي.
د څارونکو له نظره د دوو اړخيزو خبرو اترو ډېپلومېسي د ضرب الاجل يعنې د جولائۍ د شلمې نېټې نزدې کېدو ته په پام سره وروستۍ موافقې ته د رسېدو لپاره د کوششونو د ګړندي توب نښه ده. خو دوو اړخيزو خبرو اترو ته په کتنه کښې د مثبتو وړاندې فرضيو باوجود ځينې نښې نښانې ښودنه کوي چې مخ په وړاندې تګ د امريکې لخوا لا زياتو شفافيتونو ته ضرورت لري. د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې د جنيوا د دوه اړخيزې غونډې په باره کښې وويل: ((دا ليدنې کتنې مشاورتي دي، نه مذاکراتي، او هيله من يو چې دا خبرې اترې وکړې شي له مونږ سره مرسته وکړي چې هغه ځاے ته چې يې غواړوو ورسيږوو.))
خو ماری هارف هغو خواو ته په اشارې سره چې هغې د امريکې د شريکانو په توګه ياد کړل زياته کړه، واشنګټن د تېر چلند په دوام کښې اسرائيل اود فارس خليج د همکارۍ د شورا هېوادنه هم له ايران سره له خبرو اترو نه باخبره ساتي او له هغوي سره سلا مشورې کوي. د امريکې د واکمنانو په سياسي ادبياتو کښې داسې څرګندونې څه نوې خبره نۀ ده او په حقيقت کښې د خبرو اترو د پيچيده کولو لپاره د امريکې د سيمه ايزو پالېسو منعکس کوونکې دي.
په حقيقت کښې هغه څه چې له دې مخکې يې په خبرو اترو سيورے وکړ د جنيوا له چوکاټ څخه د خبرو اترو د مدار خارجول وو.
امريکه په خپل اند د ايران د فوځي مسائلو او توغنده اي توان ډګر ته د ننوتو په مفهوم د ټولو څيزونو په باره کښې د خبرو اترو په لټه کښې ده او غواړي د هغو موضوعاتو په باره کښې چې پرې موافقه نۀ ده شوې خبرې اترې وکړي. خو اوس هلې ځلې په دا ډول سنجولې شوې دې چې وکړې شي نتائج او پائېلې يې د ويانا پنځۀ خبرو اترو لپاره په يو چوکاټ کښې وګرځوي چې خبرې اترې د قبول وړ سرانجام ته ورسي.
له دې امله پکار دي ووايو چې که د دې خبرې هيله وي چې دغه خبرې اترې کولې شي په دوه اړخيزه شکل د کار د غوټې يوه برخه خلاصه کړي خو د ايران د اېټمي موضوع په وړاندې د امريکې د اهدافو ماهيت ته په پام سره يو لړ ډېر مختلف پېرامېټرونه موجود دي او پکار دي ټول احتمالات په نظر کښې ولرلې شي. نو ځکه په ويانا کښې د ايران او پنځۀ جمع يو ډلې د خبرو اترو څلورم پړاو په ډېرو زمينو کښې د پرمختګ باوجود د جنيوا له وړومبنۍ موافقې څخه بهر د امريکې لخوا د غېر متعلقو موضوعاتو د وړاندې کولو په دليل څه معلومې نتيجې ته ونرسېد.
Add new comment