طالبان وايي له ګوانتنامو څخه زموږ پنځه تنه مشران دقطر په منځګړتوب راخوشی شول

د طالب انویاند ذبیح الله مجاهد دیوې خبرپاڼې په خپرولو سره دا ومنله ، چې د دوی پنځه تنه مشران هر یو ملا فاضل ، ملا نورالله نوری ، ملا خیر الله خیرخواه او ملا عبدالحق وثيق او مولوي محمد نبي په ګوانتنامو کښې له دیارلس کلن بند څخه وروسته دقطر په منځګړتوببیګا ماښام خوشی او دقطر په لور روان شول .
 مجاهد زیاتوي دا طالب مشران به هلته په قطر کې له خپلو کورنیو سره ژوند کوي .
د یادونې ده چې طالبانو د خپلو پنځو مشرانود آزادۍ په بدل کې هغه یو امریکايي عسکر چې تقریبا له پنځو کلونو راهیسې له دوی سره بندي و، امریکایانو ته  پرون دخوست ولایت په یوه سیمه کې وسپاره.
داپنځه تنه طالب مشران بیګا ماښام مهال په ۷ بجو د قطر هغه پلاوي ته وسپارل شول، چې له درې ورځو راهیسې په ګوانتانامو کې د نوموړو بندیانو د ور سپارلو لپاره هلته منتظر و،  دا پنځه تنه به نن قطر ته ورسیږي .
افغان حکومت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي .

Add new comment