په عراق کښې ترهګرو بم چاودنو ۱۷ کسان وژلي دي

دعراق د پلازمینې بغداد په شمال کښې په جلاوالا کښې  د ولسمشر جلال طالباني   دکردستان د وطنپالې اتحاديې  په دفتر کښې په ګاډي کښې بم چاودنې او ځان وژونکي حملې اوولس (۱۷) کسان وژلي او پنځوس (۵۰)  نور ژوبل کړي  .
په عراق کښې وسله والو ترهګرو په تیرو څو روځو کښې په څو ولایتونو کښې ستر عملیات پیل کړي چې له کبله یې ګڼ شمیر خلک وژل شوي .
دعراق په شمال کښې په موصل ښار کښې هم په یو شمیر پیښو کښې اته (۸)کسان وژل شوي او درې  (۳)نور ژوبل شوي .
دعراق په شمال لویدیځ کښې په کرکوک  ښار کښې په سرګاران سیمه کښې هم دسړک غاړو ته بم چاودنو یو ملکي وژلی او درې (۳) عسکر ژوبل کړي .
په عراق کښې دغه حملې په داسې حال کښې کیږي چې د وسله والو تکفیري وهابي ډلو لخوا په عملیاتو کښې په لسګونو بې ګناه خلک چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژل شوي .
پرون هم د بغداد په لویدیځ کښې په رمادي کښې په انبار پوهنتون کښې وسله  والو ترهګرو په سلګونو کسان یرغمل کړل  خو امنیتي ځواکونو دغه کسان خوشي کړل او څو ساعته جنګ هم وشو .

Add new comment