په سوریه کښې د ترهګرو ډلو د جنګي جنایتونو دوام
د سوریې په شمال او جنوب کښې د ترهګرو ډلو تر ولکې لاندې سیمو کښې د دغه هیواد د پوځ له پرمختګ سره په یو وخت د بشري حقوقو یو مدافع ارګان په سوریه کښې د ترهګرو د نوي جنایت خبر ورکړی دی.
د عفوې او بخښنې نړیوال سازمان په خپل تازه رپورټ کښې اعلان کړی چې د عراق او شام د اسلامي حکومت(داعش) په نامه ترهګرې ډلې په تیره مۍ میاشت کښې د سوریې په شمال ختیځ کښې په کرد میشتو سیمو باندې په حملې سره د دریو ښځو او اوو ماشومانو په شمول ۱۵ تنه کُردان قتل کړل. دغه سازمان په تیرو دریو کالو کښې په د داعش او نورو ترهګرو ډلو په بریدونو کښې د سوریې د څه باندې پنځو سوو کسانو د قرباني کیدو خبر ورکړی دی.
په عین حال کښې د سوریې ټیلیویژن اعلان وکړ چې د شمال لویدیځ په حلب کښې د ترهګرو ډلو په خلاف په پرونیو عملیاتو سره اوس په اتیا فیصده سیمه کښې امنیت ټینګ شوی دی او پوځ د حلب ولایت او ښار د بشپړ کنټرول د ترلاسه کولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي. د حلب په پرونیو عملیاتو کښې ترهګرو ته سخت سرتاوانونه اوښتي او د هغوي ډیرې وسلې او جنګي سازوسان د حکومتي ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
له بلې خوا د سوریې د پوځ او وسله والو ځواکونو یونټونو د هیواد د سویلي ولایت (درعا) په اطرافو کښې په الطف په شمالي سیمو کښې د ترهګرو هغه مرکز ویجاړ کړی چې زیاتې وسلې یې درلودلې او له امله يې ګڼ شمیر وسله وال وژل شوي او ژوبل شوي دي.
همداشان اعلان شوی چې ۸۵تنه وسله وال کسان په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې سره د خپلو وسلو، د سوریې پوځي ځواکونو ته تسلیم شول. تسلیم شوي کسان د ژمنې په کولو سره خپل عادي ژوند ته ستانه شوي او د سوریې له ټیلیویژن سره په خبرو کښې یې په خپلو کړو باندې د پښیمانۍ په ښودلو سره له نورو وسله والو کسانو هم وغوښتل چې خپلې وسلې کیږدي او تسلیم شي.
په داشان شرایطو کښې په ملګرو ملتو کښې د روسیې دایمي استازي ویټالي چورکین اعلان وکړ چې دغه هیواد زرترزره د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي او عرب اتحاديې د خانګړي استازي اخضر ابراهیمي د ځاې ناستي د ټاکلو غوښتونکی دی.
چورکین وویل: د جنیوا د مذاکراتو د بیاپیلیدو په بڼه کښې چې روسیه يې په ضرورت باندې ټینګار لري، د ملګرو ملتو سرمنشي پکار دي د سوریې په چارو کښې خپل استازی زرترزره وټاکي. هغه زیاته کړه: د دې کار په کیدو سره به مونږ د سوریې د کړکیچ د ختمولو لپاره یوې حقیقي سیاسي حل لارې ته د رسیدو د امکان کتونکي ووسو.
کارپوهان د اخضرابراهیمي استعفا د سوریې د کړکیچ د سیاسي حل لپاره د هغه د هلوځلو په لاره کښې د ځینو سترو قدرتونو د خنډاچونې له امله بولي.
د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم په خپلو وروستیو ویناو کښې ټینګار کړی چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د سوریې د خلکو ګډون لویدیځ او هغو هیوادونو ته یو روښانه پيغام دی چې د سوریې په خلاف جګړه کښې لاس لري. اسد وړمه ورځ د ایران له پارلیماني پلاوي سره په کتنه کښې وویل: د سوریې د ټاکنو نتایجو وښودله چې د سوریې ولس یو هوښیار او تاند ولس دی او هوډمن دی چې خپل برخلیک پخپله وټاکي او دا ولس تل راتلونکي ته هیله من دی.
په سوریه کښې دننه د ولسمشرۍ انتخابات د روانې غبرګولي د میاشتې په ۱۳ نیټه د دغه هیواد د خلکو په پراخ او تود هرکلي سره ترسره شول او د نتایجو له مخې یې، ولسمشر بشارالاسد د څه باندې ۸۸فیصده رایو په ترلاسه کولو سره د نورو اوو کالو لپاره په خپل مقام پاتې شو.
Add new comment