د ایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د امام خمینی رح د ځیرتیا نتیجه ده

ایت ا... محمد علی موحدی کرمانی نن د تهران دد جمعې لمانځه په خطبو کې د حضرت امام خمینی رح هوشنمدی او ځیرتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ هغو د ایرانی اولس په سم هدایتولو سره د باچاهی ظالم رژیم چې د امریکایانو لاس پوڅې وو ، نسکور کړ .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران د اسلامی جمهوریت  د نظام او انقلاب په مشری کې د حضر ت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای مدبرانه ، شجاعانه  او ځیرې مشری ته په اشارې سره  زیاته کړه  دا یو ستر توفیق دې چې له حضرت امام خمینی رح وروسته  د رهبرۍ معظم لارښود د دغه غورځنګ بیرغوال  شو .
ښاغلی کرمانی همداراز د باچاهی رژیم په وخت کې د غبرګولی د ۱۵ ولسی پاڅون ته په اشارې سره  جوته کړه ایرانی ملت په دې ورځ وښودله چې د ولی فقیهه پیرو  او د هغه مطیع او فرمان بردار دې .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب  د ایران او ۵+۱ ډلې  د ایټمی خبرو اترو په اړه هم وویل په دغو خبرو اترو کې باید د ایران د خلکو حقوق او اسلامی عزت وساتل شی .
ښاغلی موحدی ټینګار وکړ د رهبرۍ د ستر مقام په وینا  په لویدیځ پورې باید اړوند والې باید وجود ونلرلې شی  او د اقتصادی مشکلاتو په اواری  کې باید د ایران دننه ظرفیتونو ته پام او د پراختیا او پرمختګ په لاره کې په ایران کې له فعالوځوانانو او متفکرو مغزو استفاده وشی .
د تهران د جمعې لمانځه خطیب  د عراق په سامره ښار د داعش د ترهه ګرې ډلګی د حملې په اړه هم زیاته کړه  غلیم هره شیبه په عراق د ګوزار کولو په لټه کې دې  نو په دې اساس د دغه هیواد ملت باید ویښ او ځیر شی او د غلیم په مکر او چلول پوهه شی .
ایت ا... کرمانی همداراز په سوریه کې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په اشارې سره وویل  د سوریې خلکو په دغو انتخاباتو کې په خپل پراخ ګډون سره وښودله چې  د درستو دسیسو ، ترهه ګرو او د هغو د جنایتونو په وړاندې دریدلی دی .
ښاغلی کرمانی ټینګار وکړ د سوریې انتخاباتو امریکا او د هغې هم تړونه ناهیلی کړل او امریکایان پوهه شول چې د سوریې د خلکو په دوکه کولو سره په دغه هیواد نشی مسلط کیدلې .

Add new comment