امریکا له خپلو ګټو پرته د هېچا دوست نده
د امریکا او طالبانو ترمنځ د نیغ په نیغه خبرو اترو او معاملو په نتیجه کې چې د قطر له لوري ترسره شوې او په نتیجه کې یې د هغو پنځو اصلي طالبانو له آزادېدو وروسته چې د ګوانتانامو په بدنام زندان کې بندي وو، د شمالي وزیرستان قبایلي سیمې سره پر پوله د افغانستان د خوست ولایت په علي شیرو ولسوالۍ کې د بریګدال په نامه امریکايي پوځي چې له پنځو کالو راهیسې له طالبانو سره بندي و، امریکايي عسکرو ته وسپارل شو، چې معلومه نده دغه بندي امریکايي عسکر د پنځه کاله بند په وخت کې په افغانستان کې و یا په شمالي وزیرستان کې.
په هر حال! پنځه طالبان بندیان هم د قطر دولت ته وسپارل شول چې دې کار د افغانستان دولت سخت په غوسه کړی د ی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو سره ددې نیغ په نیغه معاملې په اړه، له امریکا څخه توضیحات غوښتي او ویلي یې دي چې ولې دغه معامله له ژمنو سره سره د افغانستان د دولت له خوا ترسره نه شوه.
د افغان نشراتي مرکز مشر، حاجي سید داوود په دې اړه تهران راډیو ته ویلي چې له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې پیل شوې دي او په نتیجه کې یې په قطر کې د طالبانو ددفتر پرانیستل شو چې د افغان ولسمشر حامد کرزي له سخت مخالفت سره مخ شو او بلاخره دغه دفتر بند شو، خو د بندیانو د تبادلې په اړه له طالبانو سره د امریکا خبرې بندې نه شوې او په دې اړه امریکا دې نتیجه ته ورسیده چې د اسامه بن لادن قضیه له طالبانو نه بلکې له پاکستانه سرچینه اخیسته او ویې لیدل چې د پاکستان د پوځ تر سیوري لاندې په ایبټ آباد ښار کې یې آرامه ژوند کاوه، نو ځکه امریکا له طالبانو سره خبرو ته زور ورکړ او اوس له طالبانو سره د امریکا ستونزې د حل کېدو په حال کې دي او په همدې لړ کې د بندیانو تبادله وشوه.
او د ۲۰۱۶ میلادي کال تر وروستیو پورې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه د بارک اوباما وروستی اعلان هم په همدې لړ کې وشو.
د حاجي سید داوود په وینا چې امریکا نیت لري د طالبانو او نوي افغان دولت ترمنځ چې د غبرګولي د ۲۴مې نېټې د ټاکنو په نتیجه کې به جوړ شي،د سولې زمینه برابره کړي، اودده په وینا طالبان هم د پخوا په شان فکر نه کوي او باید د ۱۸ کالو پخوا په شان فکر ونه کړي، اوس وظعیت بدل شوی دی، په افغانستان کې یو نوی نظام رامنځ ته شوی او اوس ۱۹۹۶ کال نه دی، بلکې ۲۰۱۴ کال دی، اوس افغانستان یو سیستم لري، ولسمشر لري، او داسې پارلمان لري چې ۲۵ سلنه یې مېرمنې جوړوي، نړیوال سازمانونه او مدني سازمانونه شتون لري.
پراخ راډیويي او ټلویزیوني چینلونه لري، په میلیونونو ماشومان او زلمان، نجونې او هلکان هغو ښوونځیو او پوهنتونونو ته ځي چې نوي جوړ شوي دي.
دده په وینا که طالبان غواري هېواد یې آرام و اوسي، ددغه هېواد خلک پرمختګ وکړي، باید هغه قانون ته غاړه کېږدي چې د ۲۱مې پيړۍ اړتیا ده او د خلکو رایو ته درناوی وکړي.
د سید داوود په وینا طالبان هغه په شراطو برابر ۷ میلیون کسان چې رایې یې ورکړې دي،له پامه نه شي غورځولای او د طالبانو لپاره غوره لار داده چې راشي په افغانستان کې د رامنځ ته شویو موکو څخه په استفادې سره ځان و ازمويي، په ټاکنو کې برخه واخلي، د قانوني ارګانونو له لارې د خپلې خوښې وړ کس واک ته ورسوي.
خو ښاغلی قاضي محمد حسن حقیار د امریکا او طالبانو د خبرو اترو په اړه په دې باور د ی چې دواړه لوري به په راتلونکو خبرو اترو کې خپل دریځونه نرم کړي.
امریکا به طالبان ومني، خو په دې شرط چې طالبان په افغانستان کې د څو امریکايي پوځي اډو سره موافقه وکړي چې بلاخره دا به د طالبانو د دریځ د نرم والي په معنا وي، په مقابل کې به طالبان هڅه وکړي چې د افغانستان په اداره کې ستره ونډه ولري او شریعت پلی کړي.
له دې څخه داسې اخیستون کولای شوو چې امریکا داسې هېواد دی چې یوازې د خپل هېواد ګټې ورته ارزښت لري، د خپلو ګټو پرته یې هیڅوک دوست کیدای نه شي، هر وخت چې د امریکا ګټې له خطر سره مخ شي، اړیکې او دوستي یې ګډوډېږي، هغه هېواد کې اوس یې ښايي دوست وي، سبا یې دښمن ګڼل کېږي، دا د امریکا دولتي طریقه او روده ده، د بېلګې په توګه طالبان یې په ۱۹۹۶ کال کې دوستان وو، په ۲۰۰۱ کال کې یې دښمن شول، اوس په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بیا ورسره دوستان کېږي، لکه اسامه بن لادن چې یوه ورځ د سپېنې ماڼۍ دوست و، د امریکا له مشرانو سره یې سوداګریزې اړیکې اوج ته رسیدلی وې، خو وروسته یې دښمن شو او بالاخره ویې واژه.
Add new comment