په پاکستان کې ۵۸بهرني جاسوسان نیول شوي دي

(فارس خبری آژانس)د پاکستان دکورنیو چارو وزارت د وسله وال پوځ ادارې ائي ایس آئي په قول  راپور ورکړی  ۵۸هغه بهرنیان چې په بډو رشوتونو او دپاکستانی ملیَت  په ترلاسه کولو سره  ئې   ددغه هیواد  په پوځي اورګانونو کې دنفوذهڅه کوله ونیول
 ددغه راپورپه اساس   په نیول شویو کسانو کې  دامریکا دسي آئي اې  او دافغانستان  داستخباراتي ادارې یو شمیر کسان ترسترګو کیږي
  د پاکستان دمشرانو جرګې  دڅیړنیز کمیشن  یوه لوړپوړي مسئول او  جمیعت علمای اسلام ف څانګې  یو مشر  سناتور طلحه محمود  خبریالانو ته ویلی دی ،  دغه کمیشن  دسندونو اونامو دثبتونکي ادارې  دکارکونکو په باب څیړنې چې  دبهرنیو جاسوسانو  لپاره ئې دپاسپورټونو اوشناختي کارډونو په صادرولو کې لاس درلودلدی  پیل کړي  او دغه کسان به ډير زر سزاشي .
هغه ویلی له بده مرغه داستخباراتي ادارې دغه راپور  ښئ چې یو جاسوس له یوې مودې راهسې  دپوځ په یوه یونټ کې ګمارل شوی دی   اوتوانیدلی دی  دپاکستان ځيني پټ او پوځي اطلاعات ترلاسه کړي

Add new comment