مینه له انسان دوکه باز جوړوي
ویل کیږي چې مینه او محبت دیوې رښتیوني جذبي او احساس نوم دی چې دانسان دسمولو سبب کیږي خو یوه (۱) نوي تحقیق دغه خبره غلطه ثابته کړي ده. د نیدرلینډ دایمسټر ډم پوهنتون محققانو په یوه تحقیق کښې ویلي دي چې مینه او محبت خلک د دروغ ویلو او د دوکه ورکولو په عادت روږدي کوي .
په دغه تحقیق کښې ویل شوي دي اکسي ټاکسي په نوم هارمونونه (Hormones) دانسان دننه د مینې او محبت د پیدا کیدا سبب کیږي خو له دې سره سره دغه هارمونونه خلک دخپلو ګټو په خاطر دروغ ویلو ته هم چمتو کوي .
په داو طلبه یا رضاکارو باندې دتحقیق لپاره چې کله اکسي ټاکسي هارمونونه استعمال شول نو نتیجه يې دا راغله چې هغوې د خپلوځانونو او دخپلو خپلوانو په خاطر له دروغ ویلو هم ډډه نه کوي .
Add new comment