دایران ملت به هماغه راز مړه دې امریکا مشهور انقلابی شعار ته دوام ورکړي
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ایت ا...سید احمد خاتمي نن پخپلو خطبو کې دایران داسلامی انقلاب دارواښآد بنسټګر حضرت امام خمیني دتلین دکلیزې په پرتمین ډول لمانځلو په ټينګار سره وویل ، ددغو دستورو په پرتمین اوولولناک ډول ترسره کیدا دارواښاد امام له مکتب او دهغه له صالح جانشین داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای سره دبیعت د دوو غوره پیغامونو رسونکی ده
دتهران دجمعې لمانځه خطیب په دوام کې دپهلوي ستمشاهي حکومت په ضد په ایران کې دغبرګولې دپنځلسمې نیټې دپاڅون د کلیزې رارسیدا ته په اشارې سره هم وویل ، د ۱۹۶۳ کال دجون په پنځمه نیټه پاڅون داسلامی انقلاب پیلامه حسابیږي او په دغه ورځ په ایران کې داسلامی انقلاب تخم وپاشل شو او د ۱۹۷۹کال دفرورۍ په یولسمه نیټه هم میوه په بار ورسیدله .
هغه دامام خمیني مکتب دخلکو رایو او له استکبار سره مبارزې ته داحترام کول وبلل او زیاته ئې کړه تر څو چې دایران دملت او اسلامی انقلاب په ضد دامریکا شیطنت او دښمني دوام ولري ، دایران ملت به هم داسلامی انقلاب مشهور شعار مړه دې وي امریکا انګازې پورته کوي .
آیت ا...احمد خاتمي همداراز داسلامی انقلاب دستر لارښود له خوا د ۱۳۹۳لمریز کال په ملی هوډ او جهاد ی مدیریَت سره داقتصاد اوکلتور په نامه نومولو ته په اشارې سره د کلتوری اواقتصادي مشکلاتو پر حل کولو د مسئولانو پر جدي هوډ هم ټينګار وکړ
دتهران دجمعې لمانځه خطیب همدرااز په تهران کې دقرآن کریم دنړیوالو سیالیو ترسره کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه ، دقرآن کریم دقراءت او حفظ دغه سیالۍ چې په نړۍ کې خورا لویه قرآني پيښه حسابیږي ، داسلامی انقلاب یو برکت دی
Add new comment