دسوریې ترهګرو دحقیقت موندونکي کمیټۍ ۶ غړي وتښتول

ترهګرو په سوريې کښې د حقیقت موندونکي کمیټۍ شپړ غړي چې له کلورین ګازو د  استفادې په باره کښې يې تحقیق کا وه وتښتول .
دلبنان المنار خبري سایټ راپور ورکړ دسوريې خارجه وزارت نن په یوې بیانیې کښې وویل یو شمیر ترهګرو د حقیقت موندونکي کمیټۍ دغړیو په ګاډو حملې سره ددغه کمیټۍ شپږ غړي له پینځو ډراییورانو سره یوځاې دسوریې په مرکز کښې په ریف حماه کښې وتښتول .
دسوريې  خارجه  وزارت وویل د حقیقت موندونکي کمیټۍ دغړیو دامنیت دساتلو مسوولې ډلې دغو کسانو ته ویلي وو چې حماه کلی د حکومتي عسکرو له کنټرول څخه بهر دی خو دغه کسان په خپل مسوولیت سره طیبه الامام کلي ته ولاړل .

Add new comment