داتحاد او د واحد امت جوړول داسلامي نړۍ مهمه اړتیا ده

دایران  د اسلامي انقلاب ستر لارښود اتحاد او د واحد امت جوړول د داسلامي  دنیا ضروري اړتیا وبلله .
زمونږ خبریال و ايي د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د مبعث اختر په مناسبت د اسلامي هیوادونو د سفیرانو او د قران کریم په نړیوالو سیالیو کښې له ګډون کونکو میلیمنو ، دخلکو له بیلابیلو پرګنو او د  حکومت له چارواکو سره په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې  له ایران  او شیعه مسلمانانو څخه دهیوادونو  د ویرولو او دمسلمانانو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو یو اصلي هدف په خپلو مشکلاتو د استکبار د جبهې سرپوښ کیښودل او د  غاصب صهیونیسټ رژيم ساتل دي وفرمایل له مسلمانو ملتونو او په تیره بیا داسلامي امت له سیاسي شخصیتونو او پوهو کسانو هیله داده چې په تدبر او بصیرت سره د اسلامي امت ددښمانانو دجبهې په هکله سمه پیيژندګلوي ولري او له دغو روښانو حقایقو په ښه ډول خبر شي  .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود د اسلامي دنیا ترټولو مهم ضرورت د اسلامي امت ددښمانانو دجبهې  حقیقي پیژندګلوي  او تفکر، فکر او بصیرت  او اتحاد ته مخه کول او له قومي او عقیدتي اختلافاتو ډډه کول وباله او ټينګار یې وکړ نن سبا د اسلام بیرغ پورته شوی دی او ددنیا په مسلمانانو کښې د اسلامي هویت احساس له تیر وخت څخه قوي شوی دی او دایران ملت هم په ښه نیت او دالهي نصرت په ژمنې اعتماد سره د پرمختګ او له مشکلاتو د وتلو   او له بې عدالتۍ ، ظلم او جهل سره دمبارزې د سنګرونو دفتح کولو په حال کښې دی .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود له اسلام او قران څخه غلطو اخیستونونو ته په اشارې سره وفرمایل د قراني مفاهیمو او داسلامي دتعلیماتو په هکله د ژور درک او سمې کتنې نلرل سبب شوي دي چې نن سبا یو شمیر کسان د اسلام په نوم په مسلمانانو ظلم وکړي او هغوې قتل کړي او حتی په یوه افریقايي هیواد (نایجریا ) کښې داسلام په نوم بې ګناه انجلۍ وتښتوي .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه نن سبا دښمن له اسلام سره ښکاره مقابله پیل کړي ده او دهغه ترټولو مهمه وسیله هم د عقیدتي اختلافاتو  او دشیعه او سني ترمینځ دجنګ رامینځته کول دي او که چیرې له عقل او تفکر څخه کار واخیستل شي دښمن او دهغوې انګیزې لیدلی شو او داسلام دبدغواړو دهدفونو په لاره کښې نشو ورتللی .
هغه حضرت  په دې خبرې ټینګار سره چې دلویدیځ ادارې دهماغه  جاهلیت دودونکي دي چې د اسلام دپیغمبر د بعثت هدف دهغه له مینځه وړ وفرمایل بې عدالتي ، توپیر ، په انساني کرامت سترګې پټول ، دجنسي مسایلو لویول او له ښځو دناوړه جنسي استفادې  پراخ  تبلیغول  ټول دلویدیځ دفساد تمدن  مظاهر دي چې په حقیقت کښې په نویو رودو او موډرن اوزارونو سره  هماغه جاهلیت ته ستنیدل دي .
هغه حضرت په دوام کښې  داسلامي ویښتیا د ځپلو لپاره پراخې هڅې ته په اشارې سره وفرمایل که څه هم په ځینو سیمو کښې داسلامي ویښتا دغه ځپل په ظاهره نتیجې ته ورسیدل خو حقیقت دادی چې اسلامي ویښتیا نشي ځپل کیدلای .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود په بیلابیلو اقتصادي، سیاسي ، ټولنیز او نړیوالو مبارزو او په مختلفو وختونو کښې دایران داسلامي جمهوریت دنظام د بریالیتوبونو راز په الهي وعدې اعتماد او ښه نیت وباله او جوته یې کړه دایران د  ملت لاره همدا ده او په راتلونکي به هم همدا ډول وي .

Add new comment