امام موسی کاظم (ع) د اهل سنتو علماو له نظره

د پېغمبر له اهل بېتو څخه معصوم امامان عليهم السلام د فضيلتونو سرچېنې او د اخلاقو او انساني اصولو حقيقي معلمان دي. هغوي د تعليم او تربيت  او د صحيح او رغنده  اجتماعي تعلقاتو بنسټ کېښودونکي دي. دا ټول له يوۀ نوره سرچينه اخلي، د پېغمبر اکرم (ص) په  مکتب کې روزل شوي او  ټولو په  يوه لاره کې ګام پورته کړے دے .  له همدې امله مسلمانان ، هغوی د مېنې او محبت وړ ګڼي  او هيڅ يو مسلمان ځان  د هغوی له تعليماتو بې نيازه نۀ شي ګڼلی.
دغه معصوم لارښوونکي  نه يوازې  په شيعه مسلمانانو کې  بلکې په سني مسلمانانو  کې هم له لوے مقامه برخمن دي. او سنيان هم د هغوی ډېر درناوے کوي او د پېغمبر اکرم (ص) له نسله  له راغليو امامانو  سره مينه کوي  او  له هغوی سره د مينې کولو په هکله د پېغمبر اکرم (ص) په سپارښتنه عمل کوي. نن د رجب پينځه ويشتمه نېټه، د ۱۸۳ هجري قمري کال په همدې ورځ د امام موسی کاظم عليه السلام د شهادت له کليزې سره سمون خوري . په دې مناسبت د تسليت په وړاندې کولو سره د  سني مسلمانانو له نظره د هغه  لوے امام د ژوند ځېنې اړخونه درته وړاندې  کوو نوښه ده پام ورته وکړئ. 
د پېغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم  له  لمسيو څخه امام موسی کاظم عليه السلام ،  د نړئ  د مسلمانانو اوم امام دے . د هغه حضرت ټول ژوند  د عدل او انصاف د پراختيا او د الهی آئيډيالونو او افکارو په اجرا کې  د کوشش او زيار په لاره کې  تېر شو.  دوي په يو داسې وخت کې ژوند کاوۀ چې  د عباسي خليفه ګانو  ظلم اوج ته رسېدلے ؤ او هيچا ورباندي د اعتراض جرات نه درلود .  خو هغه حضرت د پيغمبر اکرم (ص) د دين په دفاع کې  يوه شېبه هم سستي ونه کړه . له همدې امله  له مختلفو اړخونو څخه له دباوونو سره مخامخ شو.  تر ټولو لوے دباو د عباسي خليفه هارون لخوا ؤ چې تر هر چا زيات يې امام ځوراوۀ او  هغه حضرت يې جېل ته واچوۀ . يوه ډله هغه  جاهل او غولېدلي  متعصبان او هغه کسان وو چې د امام له مقامه خبر نه وو، دويمه ډله هغه وه چې د واکمن سياسي بهير تر اغېز لاندې به يې کله کله د امام په شان کښې د ګستاخۍ جرات موندۀ او د هغه حضرت سپکاوے به يې کاوه.  خو امام موسی کاظم عليه السلام د دغه ټولو  بهيرونو په  وړاندې په صبر او زغم سره  درست ظلمونه  په خپل ځان وزغمل  چې  وکولی شي په ټولنه کې  الهي ارزښتونه او  د رسول الله مبارک سنت دود  او مروج کړي. دې ته په پام سره چې د رسول الله مبارک (ص) دغه قدرمن لمسي دا دومره ناخوالې او تکليفونه د خداے پاک په لاره کې او په ورين تندي زغملې، د کاظم يعنې  غصې زغمونکي په ښکلې لقب مشهور شو .  د اهل سنتو په اکثرو کتابونو کې راغلې دي  چې «له دې امله چې تر حده زيات صابر و او د ځان ځوروونکي به يې بخښل، په کاظم مشهور شو»
امام کاظم عليه السلام د ټولو خوبيو او ښو خويونو لرونکی و . له همدې امله يې د مسلمانانو په مختلفو ټولنو او  توکمونو  او حتی غېر مسلمانانو کې يې هم  نفوذ درلود.  لوے اهل سنت عالم او عارف محی الدين ابن عربي د امام کاظم عليه السلام د مقام په ستائېنه کې  د طور  سورې وړومبي پينځه ايتونه په  امام موسی کاظم عليه السلام تطبيقوي . هغه په دغه عبارت کې امام موسی کاظم ، د موسی کليم الله (ع) په شان ګڼي. په دې  فرق سره چې  حضرت موسی (ع) د  نبوت  په وادۍ او امام کاظم  د  امامت په وادۍ کې پښه اېښې وه .  همدارنګ هغه امام کاظم عليه السلام د  روحونو د نړۍ  روښنائي بخښونکی ګڼي . ابن عربي ليکي:«د خداے ، فرښتو، د عرش د وړونکو او  د ځمکې او اسمانونو د ټول  مخلوق درود دې وي په  کوه طور، درود دې وي  په هغه کتاب چې  په طور غرۀ کې نازل  شو.سلام دې وي په هغه  آباد کور چې  د فرښتو زيارتګاه دے .  سلام دې وي په هسک اسمان، سلام په پټ راز،  سره په څپانده سمندر،  او سلام دې وي  د رڼا په هندارې؛ هغه چې د  د امامت  د اېمنې وادۍ  موسی کليم دے ......   ځلانده  نور، يعني  ابو ابراهيم موسی بن جعفر  چې د خداے درود دي وي په هغه باندې»
امام موسی کاظم عليه السلام  په ټولنه کې پراخ علمي  او معنوي نفوذ  درلود.  ځينې کسان د امام د عبادتونو  په ليدلو، ځينې يې د صبر او زغم په ليدلو  او ځينې هم  د امام کاظم په لاس د هغوی د کړاوونو او مصيبتونو د لرې کېدو په  وجه دهغه حضرت مينه وال او مئينان ګرځېدلې وو.  عبدالرحمان جوزي  په صفة الصفوة کتاب کې د امام موسی کاظم عليه السلام  په  باره کې داسې ليکي: «موسی بن جعفر، په عبد صالح مشهور و ؛ ځکه چې همېشه به  د خداے په عبادت د  خداے په لاره کې په کوشش او د شپو په عبادت مشغول و. د کرم ، ښيندنې او صبر خاوند و .  کله چې به خبر شو چې چا ورته بد رد ويلي دي ، د غچ او انتقام په ځاے به يې بد ويونکي ته د سرو اوسپينو زرو کڅوړه لېږله »
اهل سنت مورخ او محدث  خطيب بغدادي  په دې باره کې له امام کاظم عليه السلام يوه واقعه نقل کړې ده « د  دويم خليفه له اولاده يو کس  موسی بن جعفر (ع) ځوراوه . ځينې کسانو امام ته وويل :  مونږ ته اجازت راکړئ چې دغه سړے په ادب کړو چې دومره  بې ادبي نه کوي. خو امام هغوی له دغه کاره په سختۍ سره منع کړل  او  د دې په  اپوټه يې وپوښتل چې هغه چرته کار کوي  او پوه شو چې پټے يې آفت  وهلے دے .  کله چې  دغه سړے په  په کار بوخت و ، موسی بن جعفرد هغه پټي ته  داخل شو! هغه چغه کړه : مه راځه! خو هغه حضرت هم هغه شان ورمخکې شو هغه ته ورورسېد ، په څنګ کې يې کښېناست او په  مسکو  شونډو يې  هغه ته ډاډ ورکړ . بيا يې وفرمايل : فصل دې څومره تاوان کړے دے؟ سړي وويل : سل ديناره ،  امام وفرمايل ، د څومره پېداواراو ګټې تمه لرې؟ وې ويل : له غېبو نه يم خبر. امام بيا وويل  هسې څومره هيله دې لرله ؟ وې ويل : دوه سوه ديناره. امام  هغه ته درې سوه ديناره ورکړل  او وې فرمايل :  دا زمونږ ورکړه او عطا ده .  که پټي دې فصل وکړ هغه دې هم ستا وي.  هغه سړے پاڅېده او د امام کاظم عليه السلام  تندے يې  ښکل کړ او  بيا امام  راستون شو. د نمانځه په وخت  جومات ته د امام په داخلېدلو سره  هغه سړے  چې  له  امامه مخکې جومات  ته  راغلی و ، د  امام په حق کې د انعام سورې ۱۲۴ ایت تلاوت کړ  چې « خدای پوهيږي چې  خپل رسالت او امانت چرته کېږدي»
اهل سنت فقيه او عالم  ابن حجر هېثمی د امام کاظم عليه السلام د فضائلو په بيان کې داسې وائي: « موسی کاظم عليه السلام   په علم ، معرفت ، کمال او فضيلت کې  د جعفر صادق  وارث ؤ. د ډېر حلم په وجه  به ورته خلقو کاظم ويل . هغه  په عراق کې په (باب قضاء الحوائج  عند الله) يعنې د  خداے په نزد د حاجتونو  په پوره کوونکي مشهور  و . دغه ځانګړتيا سبب شوې وه چې  امام کاظم عليه السلام  د خلقو په زړونو کې ځای پېدا کړي  او په زړونو يې حکومت وکړي.  دا يو نه انکارېدونکے حقيقت ؤ چې ټولو خلقو حتی   د هغه وخت عباسي خليفه هارون الرشيد هم منۀ. ابن حجر هېثمی د هغه حضرت د دغه ځانګړتيا په حقله  ليکي: « يوه ورځ امام کاظم عليه السلام  د خداے د کور بېت الله په څنګ کې ناست و . کله چې د هارون نظر په هغه پرېوته  وې ويل :  ته هماغه کس يې چې خلق په پټه له تا سره بېعت کوي ؟  امام په ارام سره وفرمايل : زه د زړونو  امام او  ته د بدنونو امام يې.))
 په حقيقت کې امام په خپله دغه خبره هارون په دې وپوهولو چې د هغه د واکمنۍ حدود يوازې د خلقو په بدنونو او په ظاهره او مادياتو او په زوره  حکومت کول دي خو د خلقو زړونه له  ما سره دي. خو هارون دغه حقيقت ته د تسليميدو په ځاے  په امام د سختۍ کولو ، ځورولو او شهيدولو لپاره په خپل هوډ او ارادې  نور هم کلک شو.  په دغه خبرو کې د  پام وړ ټکے ، هارون الرشيد ته د امام د ځواب ورکولو څرنګوالے دے  چې ډېر محکم او کلک ځواب يې ورکړ.  امام  د هارون د ناځوانه تومتونو د ځواب په ځاے چې د هغه د بيمار ذهن  پائله وه ،  هغه ته دخپل لوی مقام چې هماغه د امامت مقام دے ، يادونه وکړه.
د اهلبېتو هر يو معصوم امام په خپله زمانه کې  تر ټولو پرهېزګاره کس ګڼل کېده او خلقو  يې ډېر درناوے کاوۀ .  له دې  امله  خليفه ګانو د  خپل حکومت د ستنو د مضبوطولو لپاره  تر ممکنه حده په ډاګه له هغوی سره  مقابله نه کوله .هارون هم  د خلقو په زړونو کې د امام له نفوذ او مينې خبر و ، نو  هڅه يې کوله چې ځان د امام له شهادته مبرا او سپين وښيئ.  له دې امله ، د امام د وژلو په  مسئله د  پردې اچولو لپاره يې  د  عباسي خليفه ګانو د حکومت تر ټولو  ظالم  کس سندی  بن شاهک ته امر وکړ چې   يو شمېر عالمان او فقيهان را حاضر کړي.
علامه عبدالحليم الجندي په  دې  اړه ليکلې دي :  هارون امام کاظم عليه السلام  تر ۱۸۳ کاله  بندي کړ. بيا يې خلق بند ته ورننه اېستل چې ګواهي ورکړي چې  امام په طبيعي مرګ له دنيا تللے دے .  او  هغه په بدن کې د عمدي قتل هيڅ نښه نښانه نشته .  دا په داسې حال کې دي چې امام  کاظم عليه السلام ته زهر ورکړل شوې وو او په زهر شهيد شوے و. خطيب بغدادي په دې اړه  ليکي:  ابراهيم بن  عبدالسلام  بن سندی بن شاهک وائی:  موسی بن جعفر زمونږ بندي و ، کله چې شهيد شو ، د بغداد کرخ محلې ته مو  پيغام ولېږه . له هغه ځايه يو شمېر کسان راغلل او   هغوی مو د موسی بن جعفر عليه السلام په طبيعي مرګ شاهدان کړل .
لوے اهل سنت عالم عبدالله فکري هم په دې اړه ليکي:
((ويل کيږي چې  په زهرجنو خوړو سره له دنيا لاړ دے . دا جرم د سندي په لاس او د هارون په امر ترسره شو. ))
په آخر کښې يو ځل بيا د امام موسی کاظم عليه السلام دشهادت په مناسبت تاسو ته تسليت وړاندې کوو او د خطيب بغدادي له قوله د هغه حضرت يوه واقعه درته اورو. دغه لوی اهل سنت محدث  د امام کاظم عليه السلام د اوږدو راز ونيازونو او نمنځونو په اړه راوړې دي : ... موسی بن جعفر  به د شپې په وړمبيو وختونو کې د پيغمبر جومات ته  ننوت ، سر به يې په سجده کېښوده  او  د سهار تر رڼا پورې به یې   په سجدې کې دا کلمات تکرارول:  الهی عظُم الذنبُ من عبدِِک..... فَلیَحسُنِ العفوُ من عندِک.
له بنده دې ګناه لویه شوې ده ،  ښاي او ښه ده چې  تیریدنه ستا له لورې وي.

Add new comment