د مبارزې په دوام باندې د ټینګار علت، د اسلامي نظام جنګ غوښتنه نه ده
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د استکبار د بشري ضد جبهې په وړاندې د دریدو یوازنی لاره له دغه محاذ سره د مبارزې د تفکر دوام وباله.
حضرت آیت الله العظمی خامنه نن د ایران د اسلامي شورا د مشر او استازو په کتنه کښې د اسلامي نظام بڼه نیونې او همداشان د مبارزې د تفکر په اساس د هغه پاتې کیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د استکبار له جبهې سره د مبارزې د تفکر له دوام پرته د اسلامي نظام لوړو اهدافو ته نه شو رسیدلی.
د اسلامي انقلاب ستر لارښود د حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت د کلیزې د تسلیت په ویلو سره زیاته کړه: د مبارزې په دوام باندې د ټینګار علت، د اسلامي نظام جنګ غوښتنه نه ده بلکې عقل حکم کوي چې انسان له سمندري غلو څخه له یوې ډکې سیمې نه د تیریدو لپاره پکار دي ځان سنبال کړي او د خپلې دفاع توان او انګیزه ولري.
دوي څرګنده کړه: د ایران د اسلامي جمهوریت پرمختګ او د تیرو ۳۵ کالو له مهمو او برخلیک جوړونکو پړاونو څخه د اسلامي نظام کامیاب تیریدل د ایران د ولس د جدي، ریښتونې او عاقلانه مقابلې احسانمن دي او دا تفکر باید جاري پاتې شي.
حضرت آیت الله العظمی خامنه اي ننۍ دنیا د بشریت د عزت، حیثیت او اخلاقو له لوټونکو غلو ډکه وبلله او زیاته یې کړه: هغوي په علم باندې په سنبالیدو او د قدرت او پانګې په ترلاسه کولو سره په ظاره یو انساني اړخ سره ډیر په اسانه جنایت کوي او له بشري ارمانونو سره خیانت کوي او د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې جنګونه جوړوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان د جوړجاړي او تسلیمیدو د تفکر د نظریاتي کولو او دودولو لپاره د یوه ډله کسانو هلوځلو ته په اشارې سره ټیګار وکړ: هغه کسان چې غواړي د زورویونکو په وړاندې جوړجاړی او تسلیمیدل رواج کړي او اسلامي نظام په جنګ غوښتنې تورن کړي، په حقیقت کښې خیانت کوي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د اقتصادي، علمي او کلتوري، سیاست جوړونې، قانون جوړونې او بهرنیو خبرواترو د برخو په شمول په مختلفو برخو کښې ا یراني مسئولان پکار دي پوه شي چې د مبارزې په حال کښې دي او د اسلامي نظام د پيدایښت او بقا د مبارې په لاره کښې شتون لري.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې مبارزه او جهاد ختمیدونکی نه دی ځکه چې شیطان او د شیطان محاذ تل موجود دی، څرګنده کړه: دا مبارزه به هله پاې ته ورسي چې بشري ټولنه وتوانیږي ځان د استکبار او په سر کښې یې د امریکې د جبهې له شره خلاصه کړي چې خپلې منګولې یې د بشریت په بدن، روح او فکر باندې ښخې کړې او پراخې کړې دي.
Add new comment