دپاکستان پوځ او طالبانوډله دیوه بل په وړاندې له سرو سترګو کاراخلی
دپاکستان پوځ په شمالی وزیرستان کې هماغه راز ددریمې ورځې لپاره په میرعلی او دیګان سیمو کې دوسله والو طالبانو په مرکزونو اومورچو خپلو بمباریو ته دوام ورکوي
راپورښئ په دغو وروسیتو حملو کې لږترلږه پنځه وسله وال طالبان مړه او اوه نور هم ټپیان شوي دي او دهغوي څو مرکزونه اوپټنځایونه هم تباه شوي دي
په تیرو درو ورځو کې دپاکستان دپوځ جنګي الوتکو په ځلونو په شمالی وزیرستان سیمې کې دطالبانو ډلې پرمورچو اوپټنځایونو بمبارۍ کړي دي او په دغو سیمو کې هماغه راز ګرځبندیز دی او دسیمو اوسیدونکو ته له خپلو کورونو دوتلو اجازه نه ورکول کیږي
دپاکستان دپوځ ستر قوماندان جنرال راحیل شریف په همداوروستیو کې له لومړی وزیر نواز شریف سره په کتنې کې ویلی وو چې وسله وال ځواک پر امنیتي ځواک دترهه ګرو حملو دعاملانو په ضد پراخو پاکونکو عملیاتو لپاره تیار دی
داپه داسې حال کې دي چې دپاکستان طالبانو ډلې یو ځل بیا پرشمالی وزیرستان سیمې دپوځ دحملو په دوام پسې اسلام اباد په سخت غبرګون ګواښلی دی
طالبانو ډلې اعلان کړی چې دغې ډلې دوسله وال پوځ دحملو له دوامه وروسته له حکومت سره دسولې خبرې اترې ځنډولي دي
دپآکستان په موند اوباجوړ ایجنسیو کې دطالبانوډلې یوه قوماندان رضا حجابه ویلی دي دپوځ حملې له نوازشریف حکومت سره ددغې ډلې دروغې جوړې دخبرواترو دلغوه کیدا سبب شوي دي . هغه زیاته کړې نور له حکومت سره خبرې اترې کومه معنا نه لري او باید له پوځي لارې عملیات ترسره کړي او طالبان مجبوره دي دپاکستان په بیلابیلو سیمو کې خپلو حملو اوبم چاودنو ته دوام ورکړي
له دې مخکې هم په شمالی وزیرستان قبایلی سیمې کې دطالبانو یوه ویندوي احمد ا.. احمد پرون خبرداری ورکړی ؤ چې اسلام اباد دې په خبرواترو کې جدي ووسي که داسې نه وي نو دخبرواترو دناکامیدا مسئولیت به دحکومت په غاړه وي .
Add new comment