دایران سوله ایزایـټمي پروګرام او امریکا او اسرائیلوګډه سټراټيژي

دایټمی انرژۍ دنړیوال آژآنس  پلاوی چې  دآژآنس دڅارونکو دمشر ترو ورجورانتا په مشرۍ  تهران ته راغلی ، پرون ئې  دایران دایټمی انرژۍ دادارې له مسئولانو سره  غونډه جوړه کړې ده .
دغه غونډه  دایران او آژآنس  داوه ماده ایزې موافقې په چوکاټ کې  چې  دایران او ۵+۱ډلې  په ایټمي خبرواترو کې  نهائي موافقې ته درسیدو لپاره  اجرا شوي ،ترسره شوې ده .
 له آژآنس سره دایران  تعاملات  په بشپړ ډول شفاف دي . په عین حال کې  دایران په ضد  داسرائيلو او امریکا  پروپيګنډيز  او یرغلیز سیاست  نن سبا  لازیات تعقیبیږي . ددغه  بهیر په دوام کې  دامریکا پخوانۍ خارجه وزیره کنډولیزا رایس  ددوشنبې په ورځې  یو ځل بیا  ایران  دایټم دجوړولو په هڅې تورن کړی  او ویلی ئې دي  تهران غواړي  دمینځني ختیځ انډول بدل کاندي .
 هغې چې  دسناتورلینډزي ګراهم  دکمیشن  په انتخاباتي غونډې کې ئې  ئې خبرې کولې ،  دباراک اوباما دحکومت په بهرني سیاست ئې سختې نیوکې کړي  او ویلی ئې دي ،  دامریکا ولسمشر باید  له نړیوالو مسئلو سره پریکنده چلند وکړي .
 کنډولیزا رایس   دایران او ۵+۱ ډلې  دموقتي  موافقې  داغیزو او همداراز  له تهران سره دلودیځ  دایټمي خبرواترو  دکامیابیدا په باب  هم جدي شک څرګند کړ .
 دقدس دنیواکګر رژیم  استخباراتي ادارو هم ویلی دي  دایران په ضد ئې دوه  سایبري سسټمونه کارولي دي .  ډبکافایل  انټرنیټي سایټ   د اسرائيلو داستخباراتو دوزیر  یووال  شټاینیټز له قوله  ددوشنبې په ورځې ویلی دي  اسرائیلو  دایران په ضد دوه سایبري  جنګي سسټمونه کارولي دي .  په دوه زره لسم کال کې   ایران په ایټمي تاسیساتو  دنټ سټاکس  کمپیوټري ویروس حمله  په دغو کړؤنکو اقداماتو کې شامل دي چې  دامریکا او اسرائیلو  رژیم دامنیتي اورګانونو  په ګډې ملګرتیا سره  اجرا شوي د ي . ددغو خوځښتونو موخه   له ایران سره دایټمي خبرواترو کې یوې جامعې موافقې ته درسیدا په لاره کې دخنډونو جوړول دي ، خو که دغه ایټمي خبرې اترې ماته وخوري . ، نو په چورلټ ډول به امریکا  او اسرائيل  ددغې سیاسی لوبې ګټونکي نه وي . په امریکا کې البته  دوې لیدتوګې شته دي . یو نظر په دې اند دی چې  په خبرواترو سره  باور جوړنې ته رسیدلی شي  او ګواښ او بندیز ته هیڅ اړتیا نشته  ،البته یوه بله لیدتوګه  چې  په کانګرس کې له صهونیسټي لابۍ سره غږمله  او ملګري ده  ، دخپل همیشنۍ  رودې  سره   له هرډول منطقي  تعامل سره مخالفه ده . ځکه  خپلې ګټې  په بحران حوړونې کې لټوي .
په همدې دلیل   دغه پرګنه  له ایران سره د۵+۱ډلې  له خبرواترو سره سم  په چټي او تکراری ادعاګانو  او  دایران له توغندوي سسټم سره ئې  په اړوندولو سره  دایران دایټمي پروګرام  دداغي اوخطرناک ښودلو هڅه کوي . د موضوع دغه بهیر  کومه نوي خبره  نه ده   او دې ته ورته په تیر وخت کې هم   دغه چټي  او تکراری سناریوګانې  د ۲۰۰۵ کال په  خبرواترو کې هم تجروبه  شوي دي . یوه داسې تجروبه چې  ښئ که خبرې اترې ماته وخوري ، نو ایران به ئې  په چورلټ ډول  بایلونکی نه وي  او ایران تل ثابته کړې ده چې  دسوله ایزې ایټمي پوهې او پرمختګ  دلارې ددوام لپاره  به دسرزورو قدرتونو دفیصلو په تمه کې نه ني . اوس شرائط دایران لپاره دتیر وخت په نسبت ډير باثباته شوي  دي او ایران  دتیر وخت په نسبت لاکلک هوډ لري البته  داین پي ټي تړون  په وړانډې  پرخپلو مسئولیتونو په ټينګار سره خپلې لارې ته دوام ورکوي  او له آژانس سره دتعامل او برابرو خبرواترو  لپاره تیار دی .
 اوس  په جینوا کې  دایران او ۵+۱ډلې  دتیر نومبر  له موافقې وروسته  ددغې موضوع القاء چې ایران  دڅه په پټولو پسې دی ، په خبرواترو کې  له پرمختګ سره هیڅ مرسته نه کوي . نو  ځکه  امریکا مجبوره ده   دایران د باور جوړونکو اقداماتو په ځواب کې  حتی دصهونیسټي  لابۍ او دکانګرس ددباؤنو او خنډونو په فرض کولو سره ،  دایران او ۵+۱ډلې  دموافقې په چوکاټ کې  پخپلو ژمنو عمل وکړي . ترهغه ځایه چې  ایران سره اړوندیږي ،  دغې موافقې خپله لاره په سمه او شفافیَت سره کچ کړې ده  څو دایران دایټمي موضوع  په حل کولو کې دعمل پالنې لپاره  دمقابل لوري اراده   وارزول شي  .
البته باید ولیدل شي  چې  دغې دوسیې دتړلو لپاره چې   له کوم منطقي دلیل پرته  له یوې لسیزې راهسې پرانیستل شوې ده  او دامنیت شورا راولاړه شوې ده ، باید متقابل ګامونه پورته شي څو دغه دوسیه یو ځل بیا دتل لپاره وتړل شي . 

Add new comment