د درې نیمو سوو شیعیانو قاتلان ازاد ګرځي
د درې نیمو سوو شیعیانو په وژله کې لاسلرونکی یو قاتل هم نه دی نیول شوی .
د پاکستان په کراچې کې د مجلس وحدت مسلمین او امامیه سټوډنټس او جعفریه الاینس له خوا په ګډو مظاهرو کې چې د شیعیانو د هدفمنو وژلو پّ اعتراض کې ترسره شوه ، ګډونکوونکو د حکومت له خواد شیعیانو د قاتلانو په نه نیول کیدو سخته نیوکه وکړه .
زمونږ د خبریال د رابور له مځې دغه مظاهرې په کراچۍ کې وشوې او ویناوالیو وویل : تره ګرو تر اوسه تر درې نیمو سویو زیات شیعه مشران ، عالمان ، ډاکټران انجنیران، پروفیسران او تاجران په هدفمنو و ټارګټډ حملو کې وژلې خو د قانون نافذوونکو اداردو تر اوسه یو ترهه ګر هم نه دی نیولی او د ترهه ګرو د ځپلو په ځای له هغوی سره دمذکراتو خبرې کوي.
په لاریون کې وینا والو وویل چې د ترهه ګرو چې معصوم انسانان وژني علاج یوازې د هغوی ختمول دي حال دا چې حکومت او حکومتي ادارې له هغوی سره د مذاکراتو خبرې کوي. دوي همداراز د پاکستان له ځینو چینلونو داهل بیتو په شان کې ګستاخي هم وغندله او د دې کار د عاملانو دسزا کولو غوښتنه یې وکړه .
Add new comment