په درست پاکستان کښې صهیونستي ضد لاریونونه وشول

د پریس ټي وي د راپور له مخې د پاکستان خلکو په دغه هیواد کښې د امامیه سټوډنټس ارګانزیشن لخوا په برابر شویو لاریونونوکښې پراخ ګډون وکړ،چې دغو لاریونونو ته د مړه دې وې اسرائیل نوم ورکړل شوی ؤ .
ګډون کوونکو په دغو مظاهرو کښې چې د نیواکګرو اسرائیلو د جوړیدو په ۶۶ کلیزه یا د نکبت یا سپیري ورځې په مناسبت وشوي،د صهیونستانو په بندونوکښې د فلسطینیانو د خوشي کیدو او خپل پلرنې ټاټوبې ته د ملیونونو فلسطینیانو د ستنیدو غوښتنه وکړه .
مظاهره کوونکو همدغه راز د فلسطینیو کډوالو د ستنیدو لپاره د ملګرو ملتو ملګرتیا نه کول وغندل او تر ټولو سترې مظاهرط په کراچۍ کښې وي چې د آمریکا او صهیونست رژیم بیرغونه پکې وسوځول شول .

Add new comment