دسورئې پوځ دوسله والو له تښتې وروسته دحمص زاړې برخې ته هم ورسید
فرانس پریس آژآنس راپورورکړ دسورئې دحمص والي طلال البرازي بیګا وویل ددغه هیواد وسله وال ځواک پرون دحمص ښآر قدیمي برخې ته داخل شوی او دبمونو دشنډولو عملیات ئې پیل کړي دي
البرازي زیاته کړې دحمص ښار زاړه برخه اوس کراره ده او وسله وال ترهه ګر او ورانکار له دغه ځایه په بشپړ ډول وتلي دي
هغه وویل دحمص په زاړې برخې کې الحمیدیه کوڅه دامن سیمې په توګه اعلان شوې ده او ددغې سیمې سلګونو اوسیدونکي بیرته دغې کوڅې ته ورغلی دي .
دحمص والي ویلی دي په راتلونکو ورځو کې به دحمص داقتصادي برخې هم فعالې شي او دخلکو په بیرته ګرځیدوسره به ژوند یو ځل بیا عادي شي . هغه زیاته کړې ، دسورئې حکومت له هغو وسله والو کسانو سره وروستی موافقه چې له حمص څخه دوسله والو ترهه ګرو دوتلو سبب شوې ،یو بریالی پلان ؤ او په نورو سیمو کې هم له دغه پلانه استفاده کیدلی شي
په همدارووسیتو کې دایران اوروسیې داړونده مسئولانو په اوڅاره هلو ځلو سره دسورئې په ځينو برخو کې دخبرواترو له لارې وسله والو ځيني سیمې پریښودلې او له خلکوسره پراخې مرستې هم شوي دي
Add new comment