د حضرت امام علی علیه السلام نیکمرغه زوکړه
د رجب یا بزرګې میاشتې دیارلسمه، د متقیانو د امیر او د موحدانو د مولا حضرت علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده . سلام دې وي پر هغه مولود چې خدای خپل کور کعبه د هغه زیږنځای او خپل ګران رسول حضرت محمد د هغه روزونکی وګرځاوه چې له هغه د ا نسانیت لپاره بشپړه بیلګه جوړه کړي چې ورسره په انسانانو حجت تمام او غاړې خلاصې شي او د بندګانو پر مخ د الهی رحمت دروازې پرانستل شي. دا ځکه چې کله د خدای ګران رسول (ص) د خپل تره حضرت ابوطالب د عزتمن زوی علی د زوکړې خبر واوریده وې فرمایل: « خدای به د دغه نوزیږي په برکت ، په خپلو بندګانو د د رحمت دروازې پرانیزي»
علامه شهید مرتضی مطهري وایی: که علي خپله بیلګه او امام وګڼ،، یو کامل او متعادل انسان او یو داسې انسان به مو چې ټول انساني ارزښتونه پکې غږمله پاخه شوې ، خپل لارښود ګرځولی وي.
یو ټکی چې حضرت علی علیه السلام ورباندي په خپل عمر او په تیره بیا په خپل لنډ حکومت کې ډير ټینګار کاوه ، د انسانانو د حقوقو خیال ساتل وو . نن غواړو په دې موضوع له تاسو سره خبرې وکړو.
نننۍ انسان له ډیرو جنګونو او وینې بهیولو وروسته دې نتیجې ته رسیدلی چې باید دانسانانو لپاره یو لړ حقوقو په نظر کې ونیسي چې دهغه انساني کرامت او ژوند خوندي کړي. دغه حقوق د « بشري حقوقو د نړیوالې اعلامیې» په شکل کې انځور شوې د ي . خو دا چې دا اعلامیه داسې انسانانو جوړه کړې چې عقلونه یې له خطا خوندي نه دي او محدودیت لري ، نیمګړې ده او په سمه توګه اجرا کیږي هم نه .
له بلې خوا روښانه ده چې پاک پروردګار تر بل هر چا زیات د انسانانو د جود په رازونو پوهیږي. او دهغه اړتیاوې او ضرورتونه پیژني او هغه دی چې پوهیږي دغه کرامت او ژوند چې انسان ته یې ورکړی دی څرنګه او په کومه طریقه ښه خوندي کیدلی شي. خدای تعالی دا نسان اساسی حقوق په ډيره غوره توګه د وحي په وسیله په حضرت محمد (ص) نازل کړې او پیغمبر او اهل بیتو یې هغه خلکو ته بیان کړې دي. خو په دې مینځ کې د حضرت علی علیه السلام د حکومت لنډه شان دوره او د هغوی د واکمنۍ روده ، تر هر وخته زیات د اسلامي بشري حقوقو لپاره عملي بیلګه ګرځیدلی شي. ځکه چې د اسلامي ټاټوبو د پراخوالي په وجه د مختلفو توکمونو، ژبو، رنګونو او دینونو خلک د دوي په حکومت کې وو. په دې ډول دهغه عادل امام عملي روده د اسلامي بشري حقوقو منشور انځوروي.
د اسلامی بشري حقوقو له نظره د انسان د کرامت ساتل د همیشه والي او خدای پالي توب دوو اصلونو ته له پامه پرته ممکن نه دي . انسان فطرت خدای غواړی دی او خدای هم خپل بنده ته خاصه توجه کوي او رحمت ورباندې نازلوي. په دې ډول انسان په اسلامي نظریې کې بې هدفه او لالهانده مخلوق نه دی بلکه خدای ته درسیدلو عاشق او مین کس دی . نو هر هر ډول حقوقو موافقه یا متن باید د خدای پالنې له دغه روح سره غږملتیا ولري په داسې حال کې چې د لویدیځ بشري حقوق انسان له هر یو شي منجمله له خدایه ، خپلواکه ګڼي او د هر څه چورلیز انسان ګرځوي.
د اسلامي بشري حقوقو یوه بله مبنا دا ده چې انسان هیڅ کله ختمیږي نه . حضرت علي علیه السلام امام حسن ته په وصیت کې فرمایي: « پوه شه ، ته دهغه جهان لپاره پنځول شوی یې ، نه د دې جهان لپاره... او له دې منزله به کډه کوې او دلته په داسې کور کې یې چې تر څو ورځو زیات پکې نه شې پاتې کیدی او په داسې لاره کې یې چې پای یې اخرت دی . نو د خپل استوګنځای د ښه کولو هڅه وکړه او اخرت دې په دنیا مه خرڅوه .
پر دې اساس کله چې د بشري حقوقو خبره کوو باید دغه حقوق دانسان د دنیاوي کرامت پر تامین سربیره ، دهغه ابدي ژوند او اخرت هم تضمین کړي. او دا کار د نړۍ د پالونکي په وړاندې له خضوع ، اطاعت او د وحیاني اوامرو له اجرا پرته امکان نه لري. خو هغه بشري حقوق چې اوس یې دسیاسی ټولنو په خولو دي او د سلطه غواړو په لاس کې یوه پلمه ګرځیدلې ده دغه شان ښې ځانګړتیاوې نه لري.
اوس چې د اسلامی بشري حقوقو اصول مو وشمیرل د هغوی مصداقونه بیانوو. د هر انسان تر ټولو اصلي حق چې د نورو حقوقو بنیاد ګڼل کیږي د ژوند حق دی چې دولتونه او وګړی باید دهغه درناوی وکړي. حضرت علی علیه السلام نه یوازې په خپلو ویناوو کې دغه حق ته اهمیت ورکوي بلکې په خپل رونیز مکتب کې هم وګړي داسې روزي چې د دغه حق خیال وساتي او قواعد او احکام یې هم اجرا کړي. د دوي په نظر کې د ژوند د حق اهمیت تر دې حده دی چې مالک اشتر ته په خپل مشهور فرمان یا عهدنامه کې فرمایي: « ځآن وساته د ناحقو وینو له بهیولو، ځکه چې هیڅ یو شی د ناحقې وینې تر بهیولو هومره انسان سزا ته نه نزدې کوي او ګناه یې نه لویوي. او نعمت له مینځه نه وړي او د عمر مزی نه لنډوي. »
حضرت علي مهمې مسالې ته اشاره کوي او هغه دا چې حاکم حق نه لري د خپل حکومت د د مزبوتولو لپاره د نورو وینه وبهیوي. دا هغه ستونزه ده چې انساني تاریخ ورسره همیشه لاس وګريوان پاتې شوی دی . حضرت علی فرمایي: « نو خپل حکومت د حرامې وینې په بهیولو سره مه پیاوړی کوه ځکه چې د ناحقه وینې بهیول طاقت کمزوری او سستوي. بلکه دولت یې له خاونده بل چاته اړوي.»
ازادي یو بل حق دی چې هر انسان یې باید ولري ، خو کله کله له ازادې غلط او منفعت غواړی اخستون په ځای د دې چې د انسان عزت زیات کاندي هغه سپک او ذلیلوي. د عقل او پوهې دخاوندانو په نزد د ازادۍ مطلب دا نه دی چې انسان ځآن له هر ډول محدودیت او پابندۍ ازاد و ګڼي او دحیواناتو په شان هره شیبه د هوا او هوس پیرو ووسي. مثلا ازاد وي چې نورو ته تاوان ورسوي یا غلا وکړي او .... داسې نور. نو مطلب دا چې ازادي یو لړ قیودات او شرطونه لري او مطلقه نه ده . په اسلام کې دغه محدودیتونه د انسان خالق ټاکلې دي.
حضرت علي علیه السلام خلکو ته داسې ازادي ورکړې وه چې په جومات کې دخطبې ورکولو پّه وخت به مخالفانو په هغوی سختې نیوکې کولې او کله کله به یې د هغوی وینا ګډوډوله . نو هغه حضرت یوازې د بیان د ازادۍ شعار نه ورکاوه بلکې په خپلې وینا او عمل سره یې د له ازادۍ د استفادې لپاره دفرهنګ جوړولو، او د ټولنیزو بنیادونو د برابرولو اقدام وکړ . په دې ډول چې خلک یې د واکمنانو په وړاندې د خپل نظر د بیانولو لپاره د زړه ورتیا لرلو او واکمنان یې د اعتراضونو او نیوکو په وړاندې زغم ته وبلل او په خپله یې د دې کار بیلګه وړاندې کړه . پر دغو سربیره امام علي د ازادۍ د اعمالولو په څنګ کې د حقایقو د بیان له ازادې د غلطې استفادې د مخ نیوي لپاره هم مټې راونغاړلې چې د ازادۍ حدود په ښه ډول وساتل شي.
په بشري حقوقو کې یو بل اصل دانسانانو برابري او مساوات دي . البته دا اصل په اسلام کې هغه وخت منل شوی دی چې تر دې د مهم اصل یعنې عدالت ماتوونکی نه وي . ځکه چې د عدالت مطلب دی هر کس ته د هغه د وړتیا مطابق حق ورکول. حال دا چې مساوات ممکنه ده کله کله عادلانه نه وي.
د امام علي علیه السلام په سیرت او دهغوي د واکمنۍ په موده کې ډیر داسې شواهد شته دي چې ښیي هغه حضرت له ډيرو سختیو سره سره په ځینو مواردو کې چې مساوات د عدالت ماتوونکي نه وو همیشه د انسانانو د برابرۍ د اصل ساتنه کړې ده تر دې حده چې خپل سر یې د عدالت او برابرۍ په لاره کې قربان کړ . که مالک اشتر ته د هغوي حکومتي فرمان ته ځیر شو وینو چې امام علی د ملیت، رنګ ، توکم ، صنف او داسې نورو په اساس په انسانو کې هیڅ توپیر نه مانه او د ټولو لپاره یې برابر حقوق انځور کړې دي. منجمله د بیت المال په ویش، او د قانون په اجرا یا قضاوت کې . د مثال په توګه : هغه حضرت د ځینو کسانو په ځواب کې چې له پیغمبر اکرم (ص) سره د ناستې پاستې په خاطر یې له بیت الماله زیاته ونډه غوښتله وفرمایل: خبر اوسئ ،د خدای د رسول د اصحابو څخه د مهاجرو او انصارو هر کس چې ځان له نورو لوړ او افضل وګڼي باید پوه شي چې ښکاره فضیلت سبا د قیامت په ورځ د خدای په نزد دی او بدله یې هم له هغه سره ده. نو تاسو د خدای بندګان یئ او مال ، دخدای مال دی چې زه یې په تاسو کې برابر ویشم . هیڅوک د بل کس په وړاندې لوړاوی نه لري. که هغه عرب وي که عجم ، او پرهیزګارانو ته به سبا د قیامت په ورځ اجر ورکول کیږي. او څه چې له خدای سره دي د نیکانو لپاره غوره دي.
د امام علي علیه السلام د ژوند یوه بلکه کیسه ښیي چې دوی حتی د لږکیو د حقوقو په مساله کې هم په مساواتو سره عمل کاوه . یو یهودي سړي د هغوی زغره وتښتوله او د خرڅلاو لپاره یې بازار ته یوړه . کله چې حضرت علي هغه زغره ولیدله وې پیژندله او له یهودي یې وغوښتله ، یهودي انکار وکړ . نو دواړه محکمې ته لاړل . سره له دې چې حضرت علي د مسلمانانو د ټولنې واکمن و خو د یو عام کس په شان په محکمه کې حاضر شو او تر دې جالبه دا چې په خپلې ادعا یې شاهد نه درلود نو قاضي د یهودي په ګټه فیصله وکړه . او حضرت علي هم د محکمې فیصله ومنله .
یهودی کس چې ولیدل چې حضرت علي د مسلمانانو د حکومت د مشر په توګه د ځان لپاره ځانګړی حق نه غواړي او تر دې حده د قوانینو تابع دی او درناوی یې کوي نو اسلام ته راواوړیده او مسلمان شو .
له دغو مثالونو معلومیږي چې اسلامي بشري حقوق چې امام علي (ع) د عمر تر پایه په هغو پابند و دومر ه جامع او اغیز شیندونکي دي.
Add new comment