دایران له ملت سره د دښمنۍ علت قران او اسلام ته پاې بندي ده

دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار  وکړ دایران داسلامي جمهوریت د توغندوي پروګرام په محدود کیدا کښې د دښمن توقع احمقانه  ده  .
زمونږ خبریال وايي دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي نن داسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د ځواکونو د بریاو د نندارتون له کتنې وروسته ددغه ځواک له لوړرتبه قوماندانانو سره په کتنې کښې جوته کړه لویدیځ هیوادونه په اټومي خبرو کښې په داسې حال کښې د ایران  دتوغندوي پروګرام دمحدود کیدا توقع لري چې هغوې په دایمي ډول ایران ته پوځي ګواښ کوي په دې اساس داډول توقع احمقانه او لیونتوب دی .
هغه حضرت استعداد، توانايي او اراده داقتدار ترټولو مهم عامل وباله او دایران چارواکو ته یې سپارښتنه  وکړه په خارجي سیاست او نړیوالو مبادلاتو کښې چې هرڅومره کوشش او نوښت شته وکاروي خو دایران ضرورتونه او دبایکاټونو په شان ځینې مسایل باید له خبرو اترو سره ونه تړل شي او هغوې دغه موضوع باید په بله طریقه حل کړي  .
دایران داسلامي انقلاب ستر  لارښود دایران له ملت سره ددښمنۍ اصلي دلیل خپلواکي او قران او اسلام ته  دایران دملت پاې بندي وبلله او زیاته يې کړه قران او اسلام مسلمان ملتونه په خپلو پښو دریدا او په اسلامي ، انساني او هویت تکیې په خدای پاک ج توکل او د نړیوال ظلم په وړاندې نه تسلیمیدا ته وربولي پردې اساس تر هغه وخته چې دایران ملت په اسلام ، قران او خپلو لوړو هدفونو ټینګار کوي داستکبار دښمنیانې به هم دوام ولري .
دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود ټینګار وکړ داستکبار جبهه کوشش کوي دایران ملت په ګونډو کړي او هغه شاتګ ته مجبوره کړي خو هیڅ به دغه هدف ته ونه رسیږي .

Add new comment