حدیث هدایت
حضرت امام علی ع، په یوښکلی کلام کی فرمایی : که یوڅوک ماته یو حرف را زده کړی،زه یی خپل بنده او غلام کړئ یم
معلم، دعلم په تعلیم ورکولو او خپرولوسره، انسانان دکمال او پرمختګ خواته لارښوونه کوی . په حقیقت کی ، دانسانانو ټول پرمختګونه؛ او کمالونه؛ دمعلم له برکته دی . په اساسی توګه؛ علم او پوهه؛ دمتعال خدای له نعمتونو څخه ده چی، لمړئ یی دانبیاؤو او اولیاؤو، او بیایی نورو ته ډالۍ کړې ده . الهی انبیاؤو او اولیاؤو هم، د دغه نعمت دشکرانی په منظور، نوروته د تعلیم په ورکولو لاس پوری کړ .
متعال خدای ج،د قرآنکریم دجمعه دمبارکی سوری، په دویم آیت کی فرمایی : خدای هغه ذات دئ چی، د هغی ټولنی ترمنځ چی درس یی نه ؤو لوستی؛پخپله له هغوی څخه، یو رسول مبعوث کړ چی، هغوی ته دهغه آیتونه لولی، هغوی تزکیه کوی؛ هغوی ته کتاب یعنی قرآن او حکمت ور زده کوی، او هغوی حتما؛ له دی وړاندی، په څرګنده ګمراهی کی ؤو .
دبشریت نړۍ ډیر ستر ښوونکی، حضرت رسول اکرم ص، پخپل دغه خصوصیت باندی ویاړ کاوه، او فرمایل یی : زه ، دتعلیم ورکولو لپاره لیژل شوئ یم . له همدی رویه؛ په اسلام کی دمعلم اوښوونکی مقام، دمعنویت سره غوټه خوړلې ده؛ او داسلام پیشوایانو؛ډیر د هغه احترام او ارزښت ساتلئ دئ . دغه مقام اومرتبه دومره لوړه ده چی، امام حسن عسکری ع فرمایی : هغه څوک چی، یو ناپوه لارښوونه کړی؛ او هغه ته اسلام ور زده کړی، دعظیم الشانه خدای په نزد به، زموږ دپیغبر ص ،داهلبیت ترڅنګ وی .
په اسلامی کلتور کی، معلمی یو ډیر ستر او با اهمیته کار دئ . ځکه چی، د معلم دکار دمحدودی پراختیا، ټولنه؛ ملت؛ او بلکه نړۍ په بر کی نیسی . قرآنګریم، دمائدی سوری په ۳۲ آیت کی فرمایی : هرڅوک،یوانسان ؛ د قتل یا فساد له کولو پرته، دځمکی پرمخ ووژنی؛ داسی ده چی، ګواکی ټول انسانان یی وژلی دی، او هرڅوک چی یو انسان له مړینی څخه وژغوری، داسی ده چی، ګواکی ټول خلګ یی، ژوندی کړی دی .
که څه هم، د دغه آیت ظاهری مفهوم، مادی مړینه او ژوند دئ؛ مګر له دی څخه لا مهمه موضوع؛ معنوی ژوند او مړینه ده . له ګمراهۍ او ناپوهۍ څخه ژغورل؛هماغه یوکس ته، ژوندبخښل دی . له همدی رویه؛ دیو فرد تربیه او لارښوونه کیدا، د بشر دټولو افرادو د ژوندی کولو سره، مساوی ده؛ او دیو کس ګمراه کول؛ دټولو انسانانو د نابودولو په شان دی . روایت شوئ دئ چی، یوکس دامام سجاد ع حضور ته ورغئ، او دخپل پلار دقاتل شکایت یی ورته وکړ،او دقصاص اراده یی درلوده . امام سجاد ع، له هغه څخه پوښتنه وکړه چی : آیا دغه کس تاته کوم خدمت نه دئ کړئ چی، دقصاص پر ځای، دِیه واخلی ؟ وویل : هغه،څو ورځی زما معلم ؤ؛ مګر، دا ددی نه سبب کیږی چی، دهغه له قصاص څخه تیر شم . حضرت وفرمایل : څه وایی؛ دتعلیم ورکولو اولارښوونی ارزښت، له وینی او قصاص څخه، لازیات دئ . ځکه نو، هغه سړئ؛ له قصاص څخه تیر شو .
دمعلم مقام، لوړ او اوچت مقام دئ چی، له هغه څخه لا اوچت مقام نشته ، او له دی کبله ده چی، معلمین او عالمان، دانبیاؤو وارثین شمیرل شوی دی . لکه څنګه چی، امام صادق ع فرمایلی دی : عالمان دپیغمبرانو وارثان دی .
دمعلم او ښوونکی مقام،تر دی ځایه دئ چی، حضرت رسول اکرم ص، علی ع ته په خطاب کی، فرمایلی دی : ای علی! که یوکس، ستا په وسیله؛او په الهی مرستی سره، دهدایت لاره ومومی، او حق ته لارښوونه شی، له دی څخه ، لا ارزښتمن او ښه ده چی، دزیات شمیر سره ویشته اوښانو خاوند اوسی .
دحضرت پیغمبر ص له قوله؛په یو بل حدیث کی راغلی دی : آیا تاسوته خبر درکړم چی، ترټولو لا زیات بخښونکئ؛څوک دئ؟ ترټولو لالوړ او زیات بخښونکئ،خدای دئ، او زه د آدم په اولادونوکی، ترټولو لازیات بخښونکئ یم، او له ما څخه وروسته؛ ستاسوپه منځ کی،له ټولوڅخه لا زیات بخښونکئ،هغه څوک دئ چی، علم او پوهه زده کړی ، او هغه خپور کړی،او نوروته یی وښئیی، یوداشان کس؛ دقیامت په ورځ، پخپله د یو امت په توګه، پاڅول کیږی . په امت باندی تعبیر، ښه ترا ښئیی چی، د معلمانو روحی او وجودی پراختیا،دبشری ټولنی ترمنځ، د هغوی دتعلیماتو دپراختیا په اندازه،بڼه نیسی، او څومره چی، لازیاتو شاګر دانو ته تعلیم ورکړی او ویی روزی،په هماغه اندازه؛ دهغوی معنوی اوټولنیز شخصیت، لا پراخیږی، اوځینی وختونه، د یو امت، په اندازه ګرځی .
حضرت امام علی ع، دمعلم داحترام ساتل؛ دټولنی دهری پرګنی لپاره، لازم بلل؛اومسلمانانوته یی سپارښتنه کولوچی، د دغی ارزښتمنی پرګنی دخدمتونو په خاطر، په هرمقام کی چی اوسی؛هغوی دخپلو پلرونو په توګه،ګرانقدره وشمیری، اوپه دی زمینه کی یی وفرمایل : دخپل پلار اومعلم د احترام او درناوی په خاطر؛ له خپل ځایه پورته شه ؛ که څه هم پاچا اوسی .
حضرت امام زین العابدین ع هم،دټولنی دمختلفوپرګنو دحقوقو دشمیرلو اوبیانولو په ضمن کی، معلمان دټولنی له لوړو پرګنو څخه بلل؛ اوخپلو دوستانو او علاقمنانو ته یی سپارښتنه کوله چی، دخپلو ښوونکو او استادانو حقوق، په ښه توګه، مراعات کړی،او دحقوقو پخپله رساله کی یی فرمایلی دی : ستا د معلم حق دا دئ چی، دهغه درناوئ وکړې،او په غونډه کی یی احترام وساتی، او په نیکۍ او ښه توګه، دهغه خبروته، غوږ ونیسی .
دحضرت امام حسین ع په حالاتو کی راغلی دی چی، په مدینه کی،د عبدالرحمن سلمی ،په نامه یو معلم؛ دامام حسین ع یو زوی ته، د حمد سوره، ور زده کړه . کله چی دانحضرت ګران زوی، دغه سوره؛ د هغه په حضور کی ولوستله؛ امام ډیر خوشحاله شو؛ اومعلم یی را وغوښت، او د قدرونی او مننی په منظور یی، زر دیناره، او زر نوی جامی ورته ډالۍ کړې . کله چی په امام حسین ع باندی، د دغه زیاتی بخښنی او اِنعام په خاطر اعتراض وشو؛ ویی فرمایل : دغه اِنعام چیری، او دهغه بخښنه یعنی؛ د حمد سوری زده کول چیری !
حضرت امام علی ع، په یوښکلی کلام کی فرمایی : که یوڅوک ماته یو حرف را زده کړی،زه یی خپل بنده او غلام کړئ یم .
معلم، دعلم په تعلیم ورکولو او خپرولوسره، انسانان دکمال او پرمختګ خواته لارښوونه کوی . په حقیقت کی ، دانسانانو ټول پرمختګونه؛ او کمالونه؛ دمعلم له برکته دی . په اساسی توګه؛ علم او پوهه؛ دمتعال خدای له نعمتونو څخه ده چی، لمړئ یی دانبیاؤو او اولیاؤو، او بیایی نورو ته ډالۍ کړې ده . الهی انبیاؤو او اولیاؤو هم، د دغه نعمت دشکرانی په منظور، نوروته د تعلیم په ورکولو لاس پوری کړ .
متعال خدای ج،د قرآنکریم دجمعه دمبارکی سوری، په دویم آیت کی فرمایی : خدای هغه ذات دئ چی، د هغی ټولنی ترمنځ چی درس یی نه ؤو لوستی؛پخپله له هغوی څخه، یو رسول مبعوث کړ چی، هغوی ته دهغه آیتونه لولی، هغوی تزکیه کوی؛ هغوی ته کتاب یعنی قرآن او حکمت ور زده کوی، او هغوی حتما؛ له دی وړاندی، په څرګنده ګمراهی کی ؤو . دبشریت نړۍ ډیر ستر ښوونکی، حضرت رسول اکرم ص، پخپل دغه خصوصیت باندی ویاړ کاوه، او فرمایل یی : زه ، دتعلیم ورکولو لپاره لیژل شوئ یم . له همدی رویه؛ په اسلام کی دمعلم اوښوونکی مقام، دمعنویت سره غوټه خوړلې ده؛ او داسلام پیشوایانو؛ډیر د هغه احترام او ارزښت ساتلئ دئ . دغه مقام اومرتبه دومره لوړه ده چی، امام حسن عسکری ع فرمایی : هغه څوک چی، یو ناپوه لارښوونه کړی؛ او هغه ته اسلام ور زده کړی، دعظیم الشانه خدای په نزد به، زموږ دپیغبر ص ،داهلبیت ترڅنګ وی .
په اسلامی کلتور کی، معلمی یو ډیر ستر او با اهمیته کار دئ . ځکه چی، د معلم دکار دمحدودی پراختیا، ټولنه؛ ملت؛ او بلکه نړۍ په بر کی نیسی . قرآنګریم، دمائدی سوری په ۳۲ آیت کی فرمایی : هرڅوک،یوانسان ؛ د قتل یا فساد له کولو پرته، دځمکی پرمخ ووژنی؛ داسی ده چی، ګواکی ټول انسانان یی وژلی دی، او هرڅوک چی یو انسان له مړینی څخه وژغوری، داسی ده چی، ګواکی ټول خلګ یی، ژوندی کړی دی .
که څه هم، د دغه آیت ظاهری مفهوم، مادی مړینه او ژوند دئ؛ مګر له دی څخه لا مهمه موضوع؛ معنوی ژوند او مړینه ده . له ګمراهۍ او ناپوهۍ څخه ژغورل؛هماغه یوکس ته، ژوندبخښل دی . له همدی رویه؛ دیو فرد تربیه او لارښوونه کیدا، د بشر دټولو افرادو د ژوندی کولو سره، مساوی ده؛ او دیو کس ګمراه کول؛ دټولو انسانانو د نابودولو په شان دی . روایت شوئ دئ چی، یوکس دامام سجاد ع حضور ته ورغئ، او دخپل پلار دقاتل شکایت یی ورته وکړ،او دقصاص اراده یی درلوده . امام سجاد ع، له هغه څخه پوښتنه وکړه چی : آیا دغه کس تاته کوم خدمت نه دئ کړئ چی، دقصاص پر ځای، دِیه واخلی ؟ وویل : هغه،څو ورځی زما معلم ؤ؛ مګر، دا ددی نه سبب کیږی چی، دهغه له قصاص څخه تیر شم . حضرت وفرمایل : څه وایی؛ دتعلیم ورکولو اولارښوونی ارزښت، له وینی او قصاص څخه، لازیات دئ . ځکه نو، هغه سړئ؛ له قصاص څخه تیر شو .
دمعلم مقام، لوړ او اوچت مقام دئ چی، له هغه څخه لا اوچت مقام نشته ، او له دی کبله ده چی، معلمین او عالمان، دانبیاؤو وارثین شمیرل شوی دی . لکه څنګه چی، امام صادق ع فرمایلی دی : عالمان دپیغمبرانو وارثان دی .
دمعلم او ښوونکی مقام،تر دی ځایه دئ چی، حضرت رسول اکرم ص، علی ع ته په خطاب کی، فرمایلی دی : ای علی! که یوکس، ستا په وسیله؛او په الهی مرستی سره، دهدایت لاره ومومی، او حق ته لارښوونه شی، له دی څخه ، لا ارزښتمن او ښه ده چی، دزیات شمیر سره ویشته اوښانو خاوند اوسی .
دحضرت پیغمبر ص له قوله؛په یو بل حدیث کی راغلی دی : آیا تاسوته خبر درکړم چی، ترټولو لا زیات بخښونکئ؛څوک دئ؟ ترټولو لالوړ او زیات بخښونکئ،خدای دئ، او زه د آدم په اولادونوکی، ترټولو لازیات بخښونکئ یم، او له ما څخه وروسته؛ ستاسوپه منځ کی،له ټولوڅخه لا زیات بخښونکئ،هغه څوک دئ چی، علم او پوهه زده کړی ، او هغه خپور کړی،او نوروته یی وښئیی، یوداشان کس؛ دقیامت په ورځ، پخپله د یو امت په توګه، پاڅول کیږی . په امت باندی تعبیر، ښه ترا ښئیی چی، د معلمانو روحی او وجودی پراختیا،دبشری ټولنی ترمنځ، د هغوی دتعلیماتو دپراختیا په اندازه،بڼه نیسی، او څومره چی، لازیاتو شاګر دانو ته تعلیم ورکړی او ویی روزی،په هماغه اندازه؛ دهغوی معنوی اوټولنیز شخصیت، لا پراخیږی، اوځینی وختونه، د یو امت، په اندازه ګرځی .
حضرت امام علی ع، دمعلم داحترام ساتل؛ دټولنی دهری پرګنی لپاره، لازم بلل؛اومسلمانانوته یی سپارښتنه کولوچی، د دغی ارزښتمنی پرګنی دخدمتونو په خاطر، په هرمقام کی چی اوسی؛هغوی دخپلو پلرونو په توګه،ګرانقدره وشمیری، اوپه دی زمینه کی یی وفرمایل : دخپل پلار اومعلم د احترام او درناوی په خاطر؛ له خپل ځایه پورته شه ؛ که څه هم پاچا اوسی .
حضرت امام زین العابدین ع هم،دټولنی دمختلفوپرګنو دحقوقو دشمیرلو اوبیانولو په ضمن کی، معلمان دټولنی له لوړو پرګنو څخه بلل؛ اوخپلو دوستانو او علاقمنانو ته یی سپارښتنه کوله چی، دخپلو ښوونکو او استادانو حقوق، په ښه توګه، مراعات کړی،او دحقوقو پخپله رساله کی یی فرمایلی دی : ستا د معلم حق دا دئ چی، دهغه درناوئ وکړې،او په غونډه کی یی احترام وساتی، او په نیکۍ او ښه توګه، دهغه خبروته، غوږ ونیسی .
دحضرت امام حسین ع په حالاتو کی راغلی دی چی، په مدینه کی،د عبدالرحمن سلمی ،په نامه یو معلم؛ دامام حسین ع یو زوی ته، د حمد سوره، ور زده کړه . کله چی دانحضرت ګران زوی، دغه سوره؛ د هغه په حضور کی ولوستله؛ امام ډیر خوشحاله شو؛ اومعلم یی را وغوښت، او د قدرونی او مننی په منظور یی، زر دیناره، او زر نوی جامی ورته ډالۍ کړې . کله چی په امام حسین ع باندی، د دغه زیاتی بخښنی او اِنعام په خاطر اعتراض وشو؛ ویی فرمایل : دغه اِنعام چیری، او دهغه بخښنه یعنی؛ د حمد سوری زده کول چیری !
Add new comment