د عراق په فلوجې ښار د فوځ حمله پيل شوې
د ایرنا د راپور له مخې د عراق فوځ نن له څو اړخوړنو په فلوجې ښآر خپله پراخه حمله پیل کړه .
د دې ښآر ځينې برخې او په الانبار ولایت کې د رومادي یو شمیر سیمې د روان میلادي کال په لومړیو کې د داعش او ځينو نورو په القاعده پورې اړوند ډلو له خوا ونیول شوې .
په راپور کې ویل شوي تر اوسه په جګړه کې لسګونه ترهګر وژل شوي دي تر اوسه د کومو مهمو سیمو د نیول کیدو خبر نه شته خو د فلوجې د عشایرو یوه مشر وویل دولت له څو اړخونو خپلې حملې پيل کړې دي .
د عراق فوځ د قبایلو په ملتیا په تیرو څو میاشتو کې د رومادي او فلوجې یو شمیر سیمې د ترهګرو له تسلط خارجې کړې دي .
Add new comment