په عربستان کې دمالی او اداري فساد پراختیا

عربستان خلک له مالی ا واداري فساد سره  په مبارزې کې دآل سعود رژيم  په بې پامۍ اوبې پروائۍ ډير خپه دي
العالم ټیلیویژني چینل راپورورکړی  دعربستان له فساد سره دمبارزې  ملی مرکز  پرون ویلی دي څه دپاسه ۶۷فی صده خلک  په دغه هیواد کې دمالی اواداري فساد  په پراختیا  خپه دي او داساسی اصلاحاتو غوښتنه کوي .
دعربستان له فساد سره دمبارزې دملي مرکز مشر محمد الشریف وویل دغه مرکز  په رسنیو کې دمالی او اداري فسادګرو  دنامو په خپریدا پسې  دهغوي لپاره دقضائي حکمونو په  صادریدا پسې دی .
دعربستان په پلازمینې ریاض کې  دحائل پوهنتون دعلمي څيړنو دچارو پخواني مرستیال  عثمان بن صالح  العامر  هم ویلی دي ،د ۲۰۱۳کال څیړنې ښئ چې دعربستان کابو دوه نوي اعشاره یو فی صدي خلک  باوري دي  په دغه هیواد کې دلالان او واسطې دفساد خورا څرګندې بیلګې دي .
دلبنان المینار ټيلیویژني چینل  هم دعربستان داقتصادي ګډوډ وضیعیت په باب پخپل وروستي راپورکې ویلی دي ،  دعربستان پشمول په عربی هیوادونو کې  دبیروزګارئ او بې وزلۍ لوړ ې احصائې  دهغه مالی اواداري فساد  نتیجې دي چې  دواکمن لوري په تیره بیا دشهزادګانو له خوا  ددغو هیوادونو دښآریزو لپاره  ډالۍ شوي دي .
 دغه راپورزیاتوي،  په عربستان کې  ددغه   هیواد اهل تشیَع  پر لازیاتو توپيرونو سربیره ،  له دیني او اعتقادي پلوه هم  له ډيرو توپيرونو  او محرومیَتونو سره مخامخ دي  او په بشپړ ډول  حاشيې کې ژوند کوي . دعربستان داقتصادي  ټولنې یوه غړي او داقتصادي چارو شناندي  عبدالحمیدالعمري  ددغه هیواد اقتصادي حالات دير خراب بللي دي . هغه زیاته کړې  په عربستان کې بې وزلي  دنړۍ له نورو هیوادونو ډيره زیاته ده  او  په عربستان کې بیروزګاري  دافریقائي هیوادونو په نسبت هم  ډيره  په لوړه کچه ده تردې چې  په عربستان کې دبې وزلۍ اندازه  حتي له هغو هیوادونو چې  عربستان ورسره مرستې کوي ،ډيره زیاته ده .
 العمري روښانه کړې ده  یومیلیون هغه پوځيان او کارکونکي چې   په حکومتي ادارو او اورګانونو کې فعالیتونه کوي دبینکونو ډيرپوروړي دي  چې دغه اندازه  ددغه اورګان دکارکونکو داحصایو له نهه نوي فی صدي برخې سره برابره ده .
دآل سعود یوه شهزاده خالد بن فرحان  چې  دعربستان له واکمن لوري جلاشوی دی ،ویلی دي  په عربستان کې ظلم اوفساد ډير زیات شوی دی  په دې توګه چې  پر مالی اواداري فساد سربیره ، په دغه هیواد کې دبیان آزادي هم هیڅ وجود نه لري
دعربستان یوه خبریال اولیکوال محمد الحربی  هم  په یوې هغې څيړنې کې   په عربستان کې دواکمنې کورنۍ په وسیله  دمالی  او اداري فساد او دشتمنیو دانحصار په باب شوي  ،  ویلی دي ، په عربستان کې  دسترو پروژو بې کنټروله  لګښتونه   دنړۍ په نورو هیوادونو کې دې  ته په  ورته پروژو کې دپنځه برابره زیاتوالي ښودنه کوي .
دعربستان دغه خبریال او لیکوال  زیاته کړې دعربستان په بیخ بینائي پلانونو اوپروژو کې مالی فساد ډيرزیات دی  او دا په داسې حال کې دي چې ددغه هیواد ډير زیات ښاریز  پخپل هیواد کې دسرپناه له ځایه هم بې برخې دي .
 په عین حال کې ، دعربستان یوه سیاستوال او حقوق پوه باسم عبدا...  ویلی دي هیواد ئې  د نړیوالې شفاف سازۍ دهغه اورګان په راپورکې  چې دمالی او اداري فساد  اندازه څاري ،   په ۶۴مقام کې ځاي لري .
 دعربستان دغه شناندی باوري دی  ددین په پوښښ کې  ډول ډول مالی اواداري فساد ، ددغه هیواد اقتصادي وضیعیت  ډير ترینګلی کړی دی ، ددې په ترڅ کې چې  ددیني توپيرونو شتون  په دغه هیواد کې داهل تشیع او له وهابیَت پرته نورو مکتبونو ته ډير شرائط ډير سخت کړي دي
 پر عربستان واکمنه کورنۍ دتیلو دسترو اولویو شتمنیو په اختیار کې په درلودلو سره  په دغه هیواد کې دډول ډول  مالی اواداري فساد بیلګې  اوعامل ګرځي  او دخپلو شخصي ګټو دساتلو لپاره له هیڅ ډول فساد ،جنایت او ظلمه ډډه نه کوي

Add new comment