دایران دا یـټمي پروګرام ګواښ ښودونکي پروژه

د عربستان داستخباراتي ادارې پخواني مشر او دآل سعود دپاچائي کورنۍیوه غړي ترکی الفیصل  ویلی دي  دفارس خلیج هیوادونه باید پرایټمي پوهې کار وکړي څو له ایران سره  انډول قدرت ولرل شي .
 خبری سرچینوپرون راپورورکړی ، هغه پرون  په بحرین منامې کې په یوه امنیتي کنفرانس کې په شتون سره  ددغې موضوع په مطرح کولو سره  او همداراز دایران دایټمي پروګرام په ګواښ ښودلو سره  زیاته کړې ، ددغه ډول انډول نشتوالی  ا یران ته اجازه ورکوي چې  له ټولو تاوان موندونکو سیمو استفاده وکړي  څو دسیمې یعني دفارس خلیج  عربی هیوادونوته تاوان ورسوي .
 په وروستیو کلونو کې  یوهغه سیاست چې  دآل سعود کورنۍ ئې تعقیبوي ،  دعربانو ددښمن په توګه دیران معرفي کول دي  په وروستیو څو کلونو کې کې  دآل سعود دچارواکو سرزوري اوګواښونکي دریځونه  ددغې لیدتوګې تائيدونکي دي چې په دغې فضا جوړونې کې کې دعربستان له پاچائي کورنئ سره  نزدې او سرزورو پرګنو اصلی رول لوبولی دی . دغې پرګنې او کسانو  پرله پسې هڅه کړې ده  دالقائي سیاست په چوکاټ کې  پر هغه څه چې   د :ایران خطرې بلل کیږي  ،ټينګار کوي ،خو دا ادعائي  ګواښونه څه دي  او ددغه باطل کړچارپر دوام له ټینګاره دعربستاني چارواکو انګیزې  څه دي ؟
 ترکلی الفیصل څو میاشتې مخکې هم  دجرمني له شپیګل خپرونې سره  په خبرواترو کې  ادعا کړې وه چې ایران  په ایټمي وسلو پسې دی . هغه دغه راز ویلی وو چې  دهغه په اند  نه یوازې عربستان بلکې  دفارس خلیج  دڅنډې ټول هیوادونه  باید  دایټمی وسلو داخستو پشمول  ټولې ټاکنې په نظر کې ونیسي .
 دڅارونکو له نظره  دترکي الفیصل څرګندونې  لازما  دفارس خلیج  دحوزې  دټولو عربی هیوادونو  درسمي لیدتوګې په معنا نه ګڼل کیږي .  دمثال په توګه  عمان ،قطر  او یا کویت موضوع ته دغه ډول فکر نه کوي ، خو لږترلږه  دغه ډول څرګندونې دداسې لیدتوګې نمایندګي ګڼل کیدلی شي چې  دموضوع  دبدلولو هڅه کوي  او په لټه کې دي چې  دایران سوله ایز ایټمي پروګرام  یو ګواښونکی او خطرناک پروګرام انځور کړي .
 دغه روده  په حقیقت کې  دایران دسوله ایزو ایټمي فعالیتونو په باب د اسرائيلو او امریکا  او دهغو دځينوا روپائي ملګروله خوا دتعقیبیدونکي سیاست دوام دی   . واضحه ده چې  دوي   داسرائيلو  له هغوایټمي وسلو څخه چې څه دپاسه دوه  سوه ایټمي خولۍ بلل کیږي ، دمینځني ختیځ  دپاکولو باندې مشتمل دسیمې دهیوادونو او عمومي افکارو  پر غوښتنو اودباؤنو اندیښمن دي  . دعربستان چارواکي   البته هیڅکله  ددغه ګواښ په مقابل کې دانډول درامینځةکیدا خبرې نه کوي .
 اصلی ټکی هم  همدلته دی چې لودیځي هیوادونه په تیره بیا امریکا  کلونه کیږي  دایران دایټمي پروګرام  دغیر سوله ایز والي  په باب  بې اساسه  او تکراري ادعاګانې مطرح کوي . په داسې حال کې چې  تر اوسه پورې   حتی دخپلوپوچو ادعاګانو دثابیتولو لپاره ئې یو سند هم نه دی وړاندې کړی  او ددغو ادعاګانو  دردولو لپاره ډير شواهد شته دي .
 په جینوا کې  د تیر نومبر په څلوریشتمه نیټه  دایران او ۵+۱ډلې موافقه  او دایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  له پلټونکو سره دایران  دملګرتیاؤ او حامعې ایټمي موافقې  ته درسیدو په لاره کې  ددغې موافقې  داجرائي  بهیر دوام  ، په ټول کې   دایټمي پروګرام   دسوله ایز والی داثبات لپاره دایران دکلک هوډ نښې نښانې دي 
 دایران دایټمي پروګرام  په باب دآژآنس  ډير زیات راپورونه او  پر دغه عبارت  ټينګار چې  د غیر متعارفو موخو په لور دایران دایټمي پروګرام   کې هیڅ انحراف نشته ،  ددغو ادعاګانو  پر دروغوالي ټينګار دی . پر دې اساس باید وویل شي چې  ددغه ډول ادعاګانو تکرار  په حقیقت کې  له ایرانه دویرې دخورولو  دسیاست په دوام کې یو حرکت دی  چې  نن سبا  دایران پر ایتمي موضوع  او دفارس خلیج  دعربو هیوادونو  پر راتلونکي متمرکز شوي دی

Add new comment