په ایران کښې دیني اقلیتونه پوره حقوق لري
د ایران په اسلامي شورا کښې د دغه هیواد د سویل د ارامنه و استازي وویل: ایران له هغو لږشمیر هیوادونو څخه دی چې پکښې دیني اقلیتونه کافي دیني، کلتوري او روزنیز حقوق لري.
د ایرنا د رپورټ له مخې رابرټ بګلریان نن د ایران په اسلامي شورا کښې ټینګار وکړ: هغه څه چې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د بشري حقوقو په غندنه کښې د بیلابیلو نړیوالو ټولنو لخوا د مختلفو بیانیو او پریکړه لیکونو په بڼه صادریږي او مختلفو ټولنیزو، کلتوري ملاحظاتو او خاصو شرایطو ته بیخي پام نه کوي، د لازیاتو غلط فهمیو او بې اعتمادیو سبب به شي.
هغه زیاته کړه: د ایران شریف ولس چې دیني لږکي یې هم نه بیلیدونکې برخه ده، د یو بل ترڅنګ په یوزړه توب سره د ګډ ژوند په لارې ښه پوهیږي او هغو نسخو ته هیڅ اړتیا نلري چې په سیاسي او دوه ګونو کړنلارو سره غوره کیږي.
د پارلمان دغه استازي د سیمې په تیره بیا د سوریې بدلونونو ته په اشارې سره څرګنده کړه: ایران د سیمې د ترټولو باثباته هیواد په توګه کوې شي په خپلې تعادل بخښنې او تمدني رول په اجرا سره به سیمه کښې آرامښت تامین او تضمین کړي.
Add new comment