امریکا دایران استازي ته په ویزې نه ورکولو سره داصولو خلاف ورزي کوي
په ملګروملتونو کښې د ایران دنمایندګۍ سرپرست او سفیر دایران داستازي لپاره د ویزې دنه ورکولو موضوع د مرکز د موافقې په شمول د نړیوالو حقوقو دمقرراتو پراساس دامریکا د حکومت دژمنې ښکاره خلاف ورزي وبلله .
دایران ټاکل شوي استازي حمید ابوطالبي ته د ویزې د نه و رکولو په باره کښې دایران داسلامي جمهوریت په اعتراض دغور لپاره دسمدستي غونډې دجوړولو لپاره د ملګروملتونو له کوربه کمیټۍ د ایران ددایمي استازي له غوښتنې وروسته دغه کمیټۍ په تیرې سې شنبې ورځ غونډه وکړه .
په ملګروملتونو کښې دایران دنمایندګۍ سرپرست او سفیر غلام حسین دهقان یوځل بیا دایران نوي استازي ته د ویزې په نه ورکولو کښې د امریکا د نړیوالو مقرراتو په خلاف اقدام نیوکې سره وویل دنړیوالو قوانینو پراساس دامریکا دحکومت اقدام دقانون او مرکز دتړون ښکاره خلاف ورزي ده .
دامریکا حکومت دملګروملتونو د کوربه او دمرکز دتړون پراساس له ملګروملتونو سره دکړیو ژمنو په اپوټه اقدام کښې په ملګروملتونو کښې دایران نوي استازي حمید ابوطالبي ته د و یزې له و رکولو ډډه کوي .
Add new comment