د اعتراضونو دوام د عراق حکومت ته د ګوزار ورکولو لپاره کوشش دی

دعراق لومړي وزیر وویل هغه څه چې په الانبار ولایت کښې د اعتراض کونکو دغوښتنو په توګه مطرح کیږي په حقیقت کښې دعراق د حکومت دنسکورولو لپاره یوه پلمه ده .
دعراق لومړي وزیر  نوري مالکي له المنار ټیلي ويژن سره په مرکه کښې د حکومت دنسکورولو لپاره د ترهګرو هڅې ته په اشارې سره وویل په الانبار ولایت  کښې د مخکنیو پرلتې وهونکو دجایزو غوښتنو پوره کولو ته په پام سره د اعتراضونو دوام د عراق حکومت ته د ګوزار ورکولو لپاره کوشش دی .
دعراق لومړي وزیر نوري مالکي په هیواد  کښې دترهګرۍ د له مینځه  وړلو لپاره په یوې لاره کښې د شیعه او سني مسلمانانو په ورتلو سره ډاګینه کړه په عراق کښې ځينې سیاسي ډلې خپلو هدفونو ته دزسیدا لپاره په فرقه اي مسایلو تکیه کوي په داسې حال کښې چې په عراق کښې مذهبي فرقه پالنه نشته او دعراق مسله سیاسي ډلبندیانې دي .
هغه وویل دعراق پوځیان دالانبار و لایت دقبایلو په مرستې سره وتوانیدل چې له ترهګرو سره مقابله وکړي .
د عراق لومړی وزیر نوري مالکي په ټاکلي نیټه د پارلماني انتخاباتو په ترسره کیدا ټینګار وکړ .

Add new comment