ماشومان د جنګونو خاموشه قربانيان (۱)

قدرمنو دوستانو لکه چې پوهېږئ په وروستيو لسيزو کښې په نړۍ کښې د ماشومانو د مرګ او مړينې د کمولو په زمينه کښې زيات پرمختګونه شوي دي، خو ايا پوهېږئ چې له دغو ټولوپرمختګونو او کوششونو سره سره د نننۍ دنيا يوه ترټولو خواښينې کوونکې مسئله د دنيا په مختلفو سيمو کښې په وسله ايزو جنګونو او نښتو کښې د ماشومانو وژله ده؟ په وروستيو لسيزو کښې په ميلينونو ماشومان د جنګونو په دوران کښې وژل شوي او يا زخمي شوي او د ټول عمر لپاره معيوب شوي دي. د مطالبو په دې لړۍ کښې مو چې نن يې وړومبے مطلب ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو د دې موضوع څېړنه کړې ده. نو ښه ده پام ورته وکړئ.
د شوروي له پاشل کېدو او د شرق او غرب ترمېنځ د سوړ جنګ له ختمېدو وروسته دا هيله کېده چې په نړۍ کښې سوله او قراري رامنځته شي خو له بده مرغه دغه ارمان پوره نۀ شو.د شلمې پېړۍ په وروستيو او د يويشتمې پېړۍ په شروع کلونو کښې په افريقا، بالکان، مينځني ختيځ او د نړۍ په نورو سيمو کښې د مختلفو جنګونو رامنځته کېدل د دغه حقيقت نښې دي. حقيقت تريخ  دے خو دا دے چې دغو جنګونو عامه خلق په تېره بيا ښځې او ماشومان له سختو زيانونوسره مخامخ کړي دي. د نړيوالو ادارو شمېرنې هم دا موضوع تائيدوي. د ملګرو ملتو يو رپوټ ښودنه کوي چې له دويم نړيوال جنګ نه وروسته له 1945 نه تر  1992 کلونوپورې موده کښې نړۍ د  149 مهمو جنګونو کتونکې وه او په دغو جنګونوکښې تقريبا درويشت ميليونه  تنه وژل شوي دي. په دوو وروستيو لسيزو کښې د ستمبر د يولسمې له پېښې وروسته د افغانستان او عراق د نيولو په شمول يو لړ تباه کوونکي جنګونه رامنځته شوي دي چې په خاصه توګه د ماشومانو لپاره يې لړزوونکې غميزې رامنځته کړې دي.
د اوسني وخت د جنګونو ځانګړتيا دا ده چې د دغو ماډرن جنګونو هدف عامه خلق ګرځېدلي دي. په وړومبي نړيوال جنګ کښې يوازې څوارلس فيصده وژل شوي عامه کسان وو. دا اندازه په دويم نړيوال جنګ کښې اوۀ شپېتۀ فيصدو ته او په 1980 لسيزه کښې پنځۀ اويا فيصدو ته ورسېده. په 1990 لسيزه کښې څلور ميليونه کسان ووژل شول چې نوي فيصده يې عامه خلق وو چې په هغو کښې اتيافيصده ښځې او ماشومان وو. په سوماليه، سوډان، زئير او تېمور کښې په نامنظمو جنګ جګړو کښې هم له فوځيانو او وسله والو کسانو نه زيات ماشومان اوښځې قرباني شوې. په افغانستان کښې هم ماشومان د جنګ قرباني دي. د يونيسېف د رپوټ له مخې د ۲۰۱۳ ميلادي کال په وړومبيو څلورو مياشتوکښې په افغانستان کښې ۴۱۴ ماشومان ووژل شول،په داسې حال کښې چې د ۲۰۱۲ کال په وړومبيو څلورو مياشتو کښې په دغه هېواد کښې  د ماشومانو د وژلې شمېر۳۲۷ تنه اعلان شوے ؤ. په عراق کښې هم چې د جنګ لمن ښارونو ته ارته شوې ده زياتره ماشومان قرباني کيږي چې په جنګ کښې هيڅ کردار نۀ لري.
د فلسطين ماشومان کلونه وشول د جنګ له سپېرو پائېلو څخه رنځيږي. د فلسطين د غزې په تړانګه کښې د خان يونس او رفح ښارونه او په لويديځه غاړه کښې د جنېن او نابلس ښارونه د صهيونېسټ رژيم لخوا د جنګي سيمو په توګه اعلان شوي دي او همدې موضوع د د غه رژيم فوځ ته اختيار ورکړے دے چې په استوګن سيمو باندې ګولۍ اوروي او د فلسطينيانو کورونه ويجاړ کړي. د بشري حقوقو د فلسطيني مرکز په قول د انتفاضي په څلورو کلونو کښې په رفح او خان يونس ښارونو کښې ١٣٦ ماشومان وژل شوي دي، يعني څلورمه برخه ماشومان په دغو نااراميو کښې د بې هدفو ډزو او د زور او تشدد د کارولو په شان په مختلفو دلائلو وژل شوي دي.
له ماشومانو څخه د دفاع نړيوال تنظيم (DCI) په يو رپوټ کښې چې په دې وروستيو کښې د فلسطيني ماشومانو د ورځې په مناسبت خپور شو په مستنده توګه اعلان وکړ چې د 2014 کال له شروع څخه 230 فلسطيني ماشومان د نيواکګرو ځواکونو لخوا نيول شوي دي او دا شمېر د تېر کال په نسبت ډېر زيات شوے دے.
د فلسطيني اسيرانوتحقيقاتي مرکز هم په دې حقله د يو رپوټ په خپرولو سره اعلان وکړ چې غاصبان فلسطيني اسيران ماشومان ورانکاري او ترهه ګر بولي، هغوي سخت شکنجه کوي او له اسرائيلو سره د اطلاعاتي ملګرتيا لپاره ورباندې دباو راوړي.
په سوريې کښې هم بې شمېره ماشومان د جنګ له پائېلو څخه درديږي. په هغه رپوټ کښې چې ((د تښتول شويو راتلونکے)) تر عنوان لاندې د لندن په آکسفورډ تحقيقاتي مرکز کښې برابر کړے شوے دے د سوريې په جنګ کښې د وژل شويو ماشومانو لړزونکي شمېر ته اشاره شوې ده.د دغه رپوټ له مخې د سوريې په کورنيو نښتو کښې په وروستيو تقريباً درې کلونو کښې د دغه هېواد يولس زره ماشومان وژل شوي دي. د وړاندې کړې شويوشواهدو مطابق دغه ماشومان په عامه توګه د بمونو د چاودنو او يا د توپونو د ډزو له کبله په خپلو استوګن ځايونو کښې وژل شوي دي  د ترهه ګرو په لاس د ماشومان د اعدام او شکنجه کولو په اړه هم رپوټ خپور شوے دے. د دغه رپوټ له مخې د۱۱۴۲۰ قرباني شويو کسانو ترمېنځ چې عمرونه يې له اولسوکالونه کم وو ۳۸۹ تنه د وسله والوپه ډزو سره وژل شوي دي، تقريباً ۷۶۴ تنه د امريکې او سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې د تکفيري وهابي او سلفي ډلو په لاس اعدام شوي دي او له سلو نه زيات کسان شکنجه شوي او يا پرې تېرے شوے دے. د قرباني شويو هلکانو شمېر د قرباني شويو جينکو په نسبت دوه برابره دے.
بې له شکه د يو ماشوم لپاره په جنګ کښې له ډزو، بمباريو او ناڅاپه مرګ څخه تېښته هغه عامل دے چې هغه يو ځل له خپل کور، مدرسې، دوستانو او هر هغه څيز څخه چې د هغۀ ژوند ته معنا ورکوي،بيل کړي او دا د دغه ماشوم لپاره يوه وحشتناکه تجربه ده، په تېره بيا که په دغه دوران کښې خپل مور پلار هم له لاسه ورکړي او له دغه يوازيني اطمينان ورکوونکي ارتباط څخه بې برخي شي. د بوسنيا هرزي ګوينا جنګ د جنګونو يوه مهمه نمونه کېدې شي چې له دې نظره يې ماشومانو ته زيات زيانونه ورسول. د مهاجرينو په چارو کښې د ملګرو ملتو د عالي کمېشنرۍ يو لوړرتبه چارواکي  د دغه جنګ په اړه خپل مشاهدات داسې بيان کړي دي:
 ((هغه اتۀ کلن هلک مې نۀ هيريږي چې د زاګرب سيمې د لوبو په هغه مېدان کښې چې په زرګونو مهاجر پکښې راغونډ شوي وو د خپل پلار په پښو پورې نښتې ؤ په داسې حال کښې چې د لوبو په مېدان کښې امنه حالات رامنځته شوي وو خو هغه هيڅله دې ته تيار نۀ ؤ چې دنيا واخلي او پلار پرېږدي، ځکه چې پلار يوازېنے څيز ؤ چې د هغۀ لپاره باقي پاتے شوے ؤ، مور او خور يې وژل شوي وو او له پلار څخه د د غه ماشوم بيلېدل په حقيقت کښې د هغۀ د هستۍ د ورانولو په معنا وو.))
له بده مرغه داسې يو حالت اوس په سوريې کښې روان دے. ((ماشومان وژغورئ)) نومې نړيوال تنظيم په يو رپوټ کښې چې په دې وروستيو کښې د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته وړاندې شو، دې ته په اشارې سره چې ماشومان او زلميان په سوريې کښې د جنګ اصلي قربانيان دي له ماشومانو څخه د دهتشګردو ډلو د ناوړې استفادې په اړه خبردارے ورکړ. دغه رپوټ په داسې حال کښې خپور شو چې له دې مخکې ډيلي ټيليګراف په خپل يو رپوټ کښې د احمد نومې يو ماشوم تصوير چاپ کړ چې د خپل مور پلار له وژل کېدو وروسته د خپل ترۀ لخوا په جنګ کښې په کار اخته کړےشوے ؤ. دغه ماشوم د دې باوجود چې عمر يې کم ؤ وسله يې په لاس کښې نيولې وه او په داسې حال کښې چې له سګرېټه يې لوخړې وېستې د ډيلي ټيليګراف د فوټوګرافر د کېمرې مخې ته راغے.
دغه تنظيم په خپل رپوټ کښې په سوريې کښې د ماشومانو د پرېشانوونکي او ګډ وډ حالت په اړه خبردارے ورکړے دے. په دغه رپوټ کښې له ماشومانو او زلميانو څخه د دهشتګردو ډلو د ناوړې استفادې دوام ته اشاره شوې ده.
د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق يونيسېف هم په خپل وروستي رپوټ کښې وويل چې د سوريې ماشومان نور د جنګ جګړو په وړاندې دوام نۀ شي راوړې. دغه تنظيم په ماشومانو باندې د سوريې د کړکېچ له تاثير څخه د اندېښنې په څرګندولوسره په دغه هېواد کښې د ورک شوي نسل د ښکارندې د راڅرګندېدو په اړه خبردارے ورکړ. په سوريې کښې په ميلينونو ماشومان په داسې حال کښې ستريږي چې له تاوتريخوالي او تشدد نه پرته بل څيز نۀ ويني.هغوي همدارنګ په خپل هېواد باندې د تپل شوي جنګ په دليل له زدکړو بې برخې پاتې او داسې زيانونه يې زغملي دي چې ټول عمر به ورسره مل وي. د داسې لړزوونکي حالت ذمه وار امريکه او ځينې هغه اروپائي او يو شمېر د سيمې هېوادونه دي چې د دمشق په خلاف ائتلاف سره په سوريې باندې د واکمن حکومت د راپرزولو په لټه کښې دي او ترهه ګرو ډلو ته د پېسواو وسلو په لېږلو او د هغوي په روزلو سره په سوريې کښې کړکېچ او جنګ ته لمن وهي چې په دغه هېواد کښې خپلو سپېرو هدفونوته ورسي.
بې له شکه د جنګ له لمبو څخه د ماشومانو خلاصون د نړيوالې ټولنې لخوا د مسئوليت له احساسه پرته لرې او ناممکنه خبره ده.
خو له دې نه لا زياته مهمه خبره د جنګ په تېره بيا د قومي تنازعاتو او کورنيو جنګونو جرړو ته پاملرنه ده. تاريخ دا ښودنه کوي چې نړيوال قدرتونه تل د کورنيو عواملو په تحريکولو او د اختلافاتو په رامنځته کولو سره د ملتونو او قومونوترمېنځ د قرارۍ د ټينګولو او د روغې جوړې د رامنځته کولو خنډ شوي دي. 
اوس هم د زياترو سيمه ايزو په تېره بيا په افريقا او اېشيا کښې د تنازعاتو او جنګونو جرړه پکار دي د سترو قدرتونو په سلطه غوښتونکو سياستونو او طمو کښې وګڼو. ستر قدرتونه په دغو هېوادونوکښې خپل سياستونه  په دا ډول برابروي چې د هغوي د ناروا ګټو ضمانت ورکړي او هيڅکله په جدي او موثره توګه په دغو هېوادونو کښې د سولې او ارامښت د ټينګښت غوښتونکي نۀ وو او نۀ دي. له بده مرغه د دغه سياست يوه ترخه پائېله د ماشومانو رنځ، مشقت، لوږه او بې کوره کېدل دي.
ګرانو او قدرمنو دوستانو په راتلونکو پروګرامونوکښې به په دې حقله لا زيات واقعيتونه بيان کړو، نو ښه ده تر هغه وخته پورې روغ جوړ او بريالي اوسئ.

Add new comment