دپاکستاني طالبانو او دولت خبرو اترو ته ډيره هیله نه شته

د طالبانو د کمیتې یوه غړي پرو فیسور محمد ابراهیم ویلي دولت د طالبانو غوښتنې ونه منلې نو ځکه د سولې خبرې اترې له بندون سره مخ دي .
نوموړي زیاته کړه د کورنیو چارو وزیر په ځلونو ژمنې کړې خو کوم عملي اقدام ېې نه دی تر سره کړی .
دولت بیا وايي د طالبانو تر منځ خپل منځي نښتو خبرې اترې په ټپه درولې .
له دې هیواده بل خبر وايي  مشرف یو ځل بیا له دولت غوښتي د درملنې لپاره ېې له هیواده بهر ولیږي .
همداراز له کوټې هم خبرونه وايي نا پيژاندو وسله والو نن ماسپيښن په دې ښارکې په یوه موتر حمله وکړه او د موټر دوه سپرلي او یو د لارې په سر پلی سړ یېې ووژل .
 مالوم نه دي چې د پيښې قربانیان څوک دي او چا د برید پړه هم نه ده منلې .
په د ې ښار کې ډيری حملې په شیعه یانو کیږې .

Add new comment