د حضرت فاطمة الزهرا س د نیکمرغه زوکړې مبارکي وايو

سبا د یکشنبې ورځ چې د ۱۴۳۵ ه ق کال د جمادي الثاني د میاشتې له شلمې او د ۲۰۱۴ د اپریل له شلمې نیټې سره سمون لري د پيغمبر ص د ګرانې لور بې بې فاطمې س د نیمکرغه زوکړې له کلیزې سره سمون لري .
حضرت فاطمة الزهرا س له هجرت آته کاله وړاندې د جمادي الثاني په ۲۰مه نیټه نړی ته سترګې رنې کړې دي .
دې سترې میرمنې د وحې په کور کې د خپل پلار حضرت محمد ص په لارښونه د علم او فضیلت ټول مراتب کچ کړل .
د پيغمبر ص ګرانې لور همداراز د شیعه یانو د لومړي امام ،امام علي ع په کور کې د میرمنتوب او مور توب دندې په غوره ډول سره ته ورسولې او د امام حسن ،امام حسین او حضرت زینب ع په څير غوره او ستر انسانان ېې په خپله غیږه کې وروزل .
حضرت فاطمة الزهرا س په ټولو برخو کې د یوې غوره میرمنې بیلګه ده نو ځکه په ایران کې د هغوی د زیږون ورځ د مور او میرمنې د ورځې په نوم نومول شوې او په دې ورځ د میرمنو په تیره مور ورځ لمانځل کیږي .
د اسلامي ایران د صدا او سیما څانګه د پيغمبر ص د ګرانې لور حضرت بي بي فاطمة الزهرا س د نیکمرغه زوکړې مبارکي د نړی ټولو مسلمانانو او آزادي غواړو ته ورکوي .

Add new comment