د قانا په سیمه کی، دصهیونیسټی رژیم د جنایت کالیزه
دغه ورځی، دهغو جنایتونو له کالیزی سره برابری دی چی، صهیونیسټی رژیم، په ۱۹۹۶ م کال کی، دخشم او قهر د وږو په نامه،په لبنان باندی دخپلو حملو په ترځ کی،سرته ورسول .
دصهیونیسټی رژیم پوځ، د ۱۹۹۶ کال، داپریل په ۱۱ نیټه، د قهر د وږو په نامه عملیاتوکی، د ځمکی؛ هوا؛ او اوبو له لاری، دلبنان په مختلفوسیموباندی، حمله وکړه؛ او دغه ځناور ډوله حملی؛ ۱۶ ورځی دوام وکړ، صهیونیسټی رژیم؛په لبنان باندی د دغی وحشیانه حملی،په ترځ کی، د قانا په سیمه کی، ویرونکئ جنایت سرته ورساوه . د ۱۹۹۶ کال داپریل په ۱۸ نیټه؛ دصهیونیسټی پوځیانو؛ په درنو جنګی وسایلوسره، د لبنان د قانا په سیمه کی، دملګروملتو دسازمان دځواکونو، په یو مرکز باندی حمله وکړه، او د دغی سیمی، زیات شمیر بی دفاع ښځی، ماشومان، او خلګ چی، دیاد رژیم د ځناور ډولوحملو له کبله یی، دملګرو ملتو دسازمان مقر ته پناه وړې وه؛ په خاورو او وینو ولړل .
په قانا کی، دصهیونیسټی رژیم؛ د ویرونکی جنایت په ترځ کی، ۱۰۶ تنه لبنانیان وژل شوی،او څه دپاسه ۳۰۰ کسان ژوبل شول .
په لبنان باندی د وحشیانه تیری څخه، له ۱۶ ورځو وروسته، صهیونیسټی دښمن دیته مجبورشو چی، دغه جګړه؛ داوربند دموافقه لیک په دلیل،بنده کړی، او دا په داسی حال کی وه چی، دغه رژیم؛دلبنان دخلګو دمقاومت په دلیل، خپلو پراختیا غواړو هدفونوته په رسیدوکی، پاتی راغئ .
په هرحال، د قانا فاجعی او ناورین، دنړیوالو لپاره، دصهیونیسټی رښتنې څیره، څرګنده کړه . دصهیونیسټی رژیم اساس او بنسټ، دجنایت؛ نیواکګرۍ؛پراختیا غوښتنی؛او فتنه اچونی باندی، ایښودل شوئ دئ . دقانا جنایت او ناورین، د بین المللمی پریکړه لیکونو او قوانینو په نسبت،دصهیونیسټی رژیم دبی پروایۍ یوه بله نښه وه؛او دغه فاجعه دلبنان لپاره، یوسبق دئ؛ ترڅوتل، د دغه رژیم د دائیمی تیری ګریو اوتوطئو په وړاندی، له ځانه د دفاع کولو لپاره، مقاومت په پام کی وساتی .
دصهیونیسټی رژیم په وسیله، په لبنان کی، د ملګرو ملتو دسازمان په مقر باندی حملی،وښودل چی، دغه رژیم د پراختیا غواړو او ځپونکو سیاستونو په پرمخ بیولوکی، هیڅ حد او پوله په نظرکی نه نیسی، او بیله شکه؛ له صهیونیسټی رژیم څخه، دامریکا ملاتړونو، دغه رژیم؛ دبین المللی قوانینو، او انسانی اصولو په نقضولوکی، لا ګستاخ او سپین سترګی کړئ دئ .
په قانا کی، دصهیونیسټی رژیم په وسیله، دلبنان دخلګو ویرونکی وژله، دبین المللی سختو غبرګونونوسره، مخامخه شوه،اوپه دی زمینه کی، دملګروملتوسازمان هم،دقدس د نیواکګر رژیم د جنایت د غندلو په ضمن کی، د قانا د جنایت له کبله؛ زیانمن شوؤ کسانوته؛ دصهیونیسټی رژیم له خوا، د تاوان د ورکړی غوښتنه وکړه؛خو صهیونیسټی رژیم، دامریکا دملاتړونو په دلیل، تراوسه پوری، دتاوان له ورکړی څخه، ډډه کړې ده .
په حقیقت کی صهیونیسټی رژیم چی،په قانا کی د جنایت کولو له کبله؛ دنړیوالی غندنی او کرکی سره مخامخ شو؛ حتی دامریکایی مقامونو له خوا ملامت نه شو؛ او امریکایی مقامونو، د قانا له جنایت وروسته،په یو ډول هڅه وکړه چی، دصهیونیسټی رژیم سره؛ دبین المللی سازمانونو او ټولنو د برخورد په وړاندی خنډ شی
په دې زمینه کی، له صهیونیسټی رژیم څخه، دامریکایی مقامونو دهراړخیز ملاتړ په دلیل؛شیمون پرز ته چی،په قانا کی دصهیونیسټی رژیم دجنایت یو عامل ؤ؛ دشلمی پیړۍ په وروستیو کلونوکی، د نوبل دسولی جایزه هم، ورکړه شوه .
دا په داسی حال کی وه چی، دقانا د جنایت دکیدو په وخت؛ دهغی دوری دملګرو ملتو دسازمان د سرمنشی،پطروس غالی، دیوځلی بیا ټاکل کیدو سره، دامریکا دمخالفت کولو یو دلیل، دقانا دجنایت دکولو له کبله؛ دصهیونیسټی رژیم په غندلوکی، د ملګروملتو په رپوټ کی، لټولای شو .
په هر حال، له صهیونیسټی رژیم څخه؛ دامریکا ملاتړکونکو اقدامونو؛ دغه رژیم دخپلو جنایتونو د دوام لپاره، لا سپین سترګی کړئ دئ، اوپه ۲۰۰۶ م کال کی، دامریکا درضایت په شین څراغ سره، دلبنان په ضد، دصهیونیسټی رژیم ۳۳ ورځنئ جنګ؛ د داشان واقعیت تائیدونکئ دئ، او دغی موضوع؛ دصهیونیسټی رژیم دګواښونو او دوکو په وړاندی، هوښیاری؛ او ددغه رژیم په وړاندی دمقاومت کولو دوام؛ لا زیات ضروری کړئ دئ .
Add new comment