دایران پرضد دانګلستان اقدام مغرضانه او سیاسي دی

دایران دخارجه وزیر مرستیال دپینځه جمع یوې ډلې او د ایران داټومي خبرو له دوام سره په یووخت دایران دیوشمیر چارواکو پرضد دبایکاټ په تمدیدا کښې دانګلستان اقدام سیاسي او مغرضانه وباله .
د انګلستان مالیې وزارت د بشري حقوقو دخلاف ورزۍ په پلمه او دیوه راپور په خپرولو سره د ایران پینځلس پخواني او اوسني چارواکي دبایکاټونو په فهرست کښې تمدید کړل .
داپه داسې حال کښې دي چې دایران دخارجه وزارت د اروپاا وامریکا دچارو مرستیال مجید تخت روانچي پرون دانګلستان دمالیې وزارت ددغه اقدام په باره کښې وویل دانګلستان لخوا خپور شوی دبشري حقوقو راپور یو اړخیزه ، مغرضانه او کاملا مردود او سیاسي دی .
هغه  دجینیوا موافقې پراساس د لویدیځو هیوادونو لخوا د ایران دبلوکه شوي پیسو د ورکولو په باره کښې وویل تراوسه دایران دمحدود شویو تیلو دډالري عایدو څلور قسطونه ازاد شوي او ایران ترلاسه کړي دي .

Add new comment