صهیونیسټ رژيم په بیت المقدس کښې د ښارګوټي جوړونې ستره پروژه پیلوي
صهیونیسټي رژیم د بیت المقدس ښار د بشپړ نیولو په موخه په دغه ښار کښې د ښارګوټي جوړونې د سترې طرحې اجرا پیل کړه
د قدس خبري آژانس قدسنا د رپورټ له مخې په قدس کښې د عربي څیړنو په مرکز کښې د نقشه جوړونې مشر خلیل تفکچي بیګا وویل: صهیونیسټي رژيم د نیواکي قدس د پولو د پراخولو په موخه چې د اردن د سیند د لویدیځې غاړې له ټولې سیمې نه پکښې لس فیصده شاملیږي، د قدس د سترې پروژې دویمه مرحله پيل کړې ده.
تفکچي زیاته کړه: د لسو زرو نویو کورونو جوړول به په نیواکي قدس او لویدیځه غاړه کښې د سترو او خطرناکو نفوسي بدلونونو سبب شي.
هغه څرګنده کړه: اوس مهال د قدس ۱۳سلنه نفوس، فلسطینیان دي چې د دغې طرحې په اجرا کیدو سره به د صهیونیسټانو په ګټه د نفوسو ډیر ستر بدلونونه رامینځته شي.
خلیل تفکچي همداشان زیاته کړه چې د فلسطینیانو د سل هاو هیکټاره ځمکو د نیولو او په صهیونیسټ میشتو ښارګوټو کښې د هغو د شاملولو لپاره د صهیونسټ رژيم د جنګ د وزیر موشه یعالون فیصله د دې پروژې یوه برخه ده.
Add new comment