عربستان د سوریې په خلاف خپلو سیاستونو ته دوام ورکوي

په سوریه کښې د پرتو ترهګرو په خلاف د دغه هیواد د پوځي ځواکونو له بریاو وروسته عربستان د سوریې په خلاف د خپلو سیاستونو په دوام کښې په دغه هیواد کښې د پوځي قدرت په انډول کښې د بدلون غوښتنه وکړه.
د روسیا الیوم خبري چینل د رپورټ له مخې د عربستان د بهرنیو چارو وزیر چې له ترهګرو ډلو سره په مقابله کښې د سوریې د پورځ له بریاو اندیښمن دی، وویل: د سوریې په خاوره کښې د پوځ قدرت انډول او توازن پکار دي د وسله والو ډلو په ګټه بدل شي.
سعود الفیصل د عربستان په پلازمینه ریاض کښې په یوه خبري ناسته کښې همداشان په الوتکه ویشتونکو وسلو باندې په سوریه کښې د پرتو ترهګرو په سنبالولو ټینګار وکړ.
له بلې خوا په لبنان کښې نیول شوي ترهګر له ترهګرو سره د عربستان په مالي مرستو باندې اعتراف وکړ.
د ایرنا د رپورټ له مخې په لبنان کښې نیول شوی یو خطرناک ترهګر په ابوعبده مشهور محمد عبدالحمید قاسم معروف بیګا اعتراف وکړ چې له عربستان څخه یې د بم ایښودل شویو ګاډو د برابرولو لپاره ډیرې پيسې ترلاسه کړې دي.
دغه خطرناک ترهګر همداشان اعتراف کړی چې د سوریې په یبرود او رنکوس سیمو کښې به یې په ګاډو کښې بمونه کیښودل او بیا به یې لبنان ته لیږل.
له ابوعبده څخه تحقیقات او تفتیش روان دي.

Add new comment