دسوريې پوځيانو له ترهګرو ډیرې سیمې پاکې کړي دي

دسوريې وسله والو ځواکونو په جنوب کښې په ریف دمشق کښې له ترهګرو دیو شمیر سیمو دپاکولو په باره کښې بیانیه خپره کړه .
زمونږ خبریال وايي د سوريې دپوځ ویندوی دیویې بیانیې په خپرولو سره په قلمون سیمه کښې  له ترهګرو د معلولا ، صرخه او جبه  سیمو دپاکولو په باره کښې وویل د سوریې پوځیان دملي دفاع ځواکونو په ملګرتیا سره وتوانیدل په دغو سیمو کښې امنیت او ثبات ټینګ کړي .
دسوريې پوځ دغه نوی بریالیتوب په ریف دمشق کښې دترهګرو په له مینځه وړلو کښې ټاکونکي مرحله او له تکفیري ترهګرۍ سره په مقابلې کښې د پوځ دبریالیتوبونو دوام وباله او زیاته یې کړه په دغو عملیاتو کښې ګڼ شمیر ترهګر ووژل شول او دهغوې دجرمونوانو جنایتونو  دترسره کولو تجهیزات هم تباه شول .
دسوريې عسکرو دغه راز د وهابي تفکیري ترهګرو د پلانونو د شنډولو لپاره  د پریکنده فیصلې په چوکاټ کښې د سوريې دپوځ پرله پسې بریالیتوبونو ته اشاره و کړه او ویې ویل دسوريې پوځ په قدرت سره د هیواد دکرامت او عزت دساتلو لپاره دسوريې له خلکو سره خپلو ژمنو ته پاې بند دی .
دسوريې پوځیان دترهګرو پرضد له یو شمیر عملیاتو وروسته وتوانیدل په ریف دمشق ولایت کښې په  القلمون کښې ځینې سیمې چې ترهګرو ناامنه کړي وې بیرته ونیسي  .
دسوریې ولسمشر بشار اسد  په دې خبرې سره چې ترهګر په دغه هیواد کښې هیڅ ځاې نلري  وویل  پوځ به دهغوې تر کاملې نابودې پورې عملیاتو ته دوام ورکړي   .
په سوریې کښې جنګ سعودي عربستان، قطر ، ترکیې ، امریکا ، اردن، انګلستان ، فرانسې ، اسرایلو او ځینو نورو عربوا اروپايي هیوادونو رامینځته کړی  او دغه هیواد په سوریې او دغه راز په لبنان ، عراق ، لییبا او نورو ډیرو هیوادونو کښې ترهګرو ته هرډول وسلې او پیسې ورکوي .

Add new comment