امریکا دنړیوالو قواننیو خلاف ورزي کړي ده او بیا یې هم کوي

په ملګروملتونو کښې د ایران داسلامي جمهوریت نمایندګۍ دایران استازي ته د ویزې په نه ورکولو کښې دامریکا دحکومت دخلاف ورزۍ په باره کښې  دملګروملتونو لخوا دغور کولو غوښتنه وکړه .
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دنمایندګۍ مرستیال او سفیر غلام حسین دهقاني پرون دملګروملتونو سرمنشي بان کي مون ته د لیک په استولو سره په دغه موسسې کښې دایران نوي سفیر حمید ابوطالبي ته  دامریکا لخوا د ویزې دنه  ورکولو په باره کښې دامریکا حکومت په خلاف ورزۍ دغور غوښتنه وکړه .
په دغه لیک کښې د ایران دټاکل شوي سفیر لپاره د ویزې د نه و رکولو په باره کښې دامریکا دحکومت په اقدام دایران داندیښنې دڅرګندولو په ترڅ کښې ویل شوي دي دکوربه حکومت دغه اقدام دنړیوال دود او تړون پراساس دامریکا له ژمنو او دنړیوالو حقوقو له مقرراتو سره توپیر لري په پریکنده توګه د ملګروملتونو د غړیو هیوادونو د نمایندګانو د فعالیت ګډوډونکی دی .
پر دې اساس دایران نمایندګۍ دامریکا دحکومت لخوا دنړیوالو ژمنو په خلاف ورزۍ د   سمدستي غور کولو لپاره په چټکې سره له کوربه حکومت سره داړیکو دکمیټۍ د ځانګړي غونډې د جوړیدا غوښتنه  وکړه .
دامریکا حکومت په ملګروملتونو کښې د دنیا دمختلفو هیوادونو دډيپلوماټانو او سفیرانو لپاره د ویزو د ورکولو لپاره دواشنګټن د ژمنې پراساس له ملګروملتونو سره د کوربه هیواد د موافقې دڅلورمې مادې پرخلاف په یوه اقدام کښې ویلي دي چې په ملګروملتونو کښې دایران د احتمالي استازي حمید ابوطالبي لپاره به  ویزه ورنکړي .
د ایران داسلامي جمهوریت چارواکو ملګروملتونو ته  دکوربه هیواد په توګه دامریکا په ژمنو او دنړیوالو قوانینو پر خلاف دغه رودې اعتراض سره ویلي دي له قانوني لارې به دغه موضوع تعقیب کړي .
تراوسه دمختلفو هیوادونو ګڼ شمیر ډیپلوماټانو خبریالانو دنړیوالو قوانینو پرخلاف په دغه اقدام نیوکه کړي ده او دمختلفو رسنیو خبریالانو د ملګروملتونو ، دامریکا دخارجه وزارت او سپینې ماڼۍ په ویندویانو دامریکا د دغه غیر ډیپلوماټیک او ددود پرخلاف ددغه فیصلې په باره کښې زیاتې اعتراضیه پوښتنې مطرح کړي دي .

Add new comment