طالبان ، القاعده او امریکا له یوبل سره غږمله دي

د افغانستان د پارلمان غړي وویل امریکا له القاعده او طالبانو ترهګرو ملاتړ کوي چې په سیمه او افغانستان کښې خپلو هدفونو ته ورسیږي .
نذیر احمد حنفي په افغانستان کښې د ناټو دځینو مقاماتو څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلي يې وو که چیرې دوې په دغه هیوا د کښې د طالبانو او القاعده ترهګرو ډلو دخوځښتونه مخه ونیسي نو ددغو ډلو دپیاوړي کیدا احتمال شته زیاته کړه القاعده دامریکا لخوا جوړه کړې شو ي ډله ده او هر  وخت چې وغواړي له هغې دخپلوناجایزو جایزو هدفونو لپاره استفاده کوي  .
دافغانستان دپارلمان غړي وویل له امریکا سره د امنیتي تړون له لاسلیک کولو د افغانستان دولسمشر کرزي له ډډه کولو وروسته امریکا په افغانستان کښې دځان دبقا لپاره نورې لارې لټوي چې په دوې کښې یوه لاره له القاعده ډلې استفاده ده او په افغانستان کښې دجنګ دوام هم له همدې مسلې سره ارتباط لري .
هغه وویل هغه و خت چې په قطر کښې دطالبانو دفتر پرانیستل شو او ټاکل شوي وه چې دافغانستان حکومت له طالبانو سره خبرې وکړي خو  دامریکا حکومت افغان چارواکو ته وویل لومړی باید له امریکا سره خبرې وشي او بیا له طالبانو سره سره او دافغانستان دولسمشر کرزي له خبرو معلومیږي چې طالبان ، القاعده او امریکا له یوبل سره غږمله دي .

Add new comment