دایران، داټمی تکنالوجۍ ملی ورځ

دایران  داسلامی جمهوریت  په  جنترۍ کی،نن  د اپریل نهمه،او  د  وری میاشتی  ۲۰  نیټه؛ داټمی تکنالوجۍ  ملی  ورځ  ده  .
دایران اسلامی جمهوریت، د ۲۰۰۷  م کال  د اپریل  په  ۹  نیټه؛ د نطنز  داټمی  تاسیساتو د سانټریفیوژونو  د دویمی  مجموعی، په  کاراچولو، او دیورانیمو دپخولو صنعتی مرحلی  ته  په  رسیدو سره، له  ځایی  تکنالوجۍ څخه  په  استفادی سره، داټمی سوله ایزی پوهی  په ډګر کی، یوه تاریخی  لاسته  راوړنه، ترلاسه کړه .
دغه بریالیتوب  د دی  سبب شو چی، ایران؛ دخپل  ساخت  سانټریفیوژونو په  وسیله، دیورانیموپه پخولو، او د د غی چاری  د یوی  بشپړې  څرخی  په کار اچولو باندی  بریالئ شی  .  ددغه  بریالیتوب  وروسته، داټمی انرجۍ  بین المللی  آژانس، ایران؛ دیورانیمو دپخولو د تکنالوجۍ  څخه، د برخمنو هیوادونو په کتارکی، راوست  .
ددغه  برئ  دوام،  داټمی  تکنالوجۍ  په  اساس، نورو علمی  محصولاتو ته ، دایران  دلاسرسۍ  سبب  شو  چی، د هغو له  جملی  څخه، داټمی  تکنالوجۍ  څخه   په  استفادی  سره،  ډول  ډول  راډیو درملو؛ دګړندی  کونکو وسایلو جوړولو، او د نارو غی  نه لرونکو کرهڼیزو محصولاتو  تولیدولو ته  اشاره کولای  شو .
 دیورانیمو دپخولو  تکنالوجۍ ته  د ایران  دلاس موندلو، او دایران ساخت  سانټریفیوژونو په  وسیله، دیورانیمو دغنی سازۍ بشپړۍ  څرخی ته ، له  رسیدو وروسته، ایرانی  محققانو وکړای  شول، د هغومطالعو له  لاری چی، داټمی  ویلی کولو په  زمینه کی یی  وکړی؛ دایران نوم؛ دپاکو سونګو  دتولید په  زمینه کی، دفعالوهیوادونو په لیسټ کی  راولی  .
ایرانیو محققانو همداراز  وکړای شول چی، دراډیو درملو په تولیدولو، او د طبی  اټمی مرکزونو په  جوړولوسره، په  ایران  کی، دروغتیایی  چارو  دلوړاوی  په زمینه کی، مهم ګامونه  اوچت کړی  .
دایران اسلامی جمهوریت، اټمی  پوهه  او تکنالوجی ، په داسی  شرایطوکی  لاسته  راوړې؛ او هغه یی، په  سترو قدرتونو پوری  له  پیلتوب  پرته؛ په  ځایی  پوهی او تکنالو جۍ باندی  بدله کړې ده چی، د لویدیځو هیوادونو، منجمله  دامریکا  دباونه؛ ګواښونه؛ او بایکاټونه؛ خپل  لوړ  حد ته  ورسیدل  .
داټمی  انرجۍ مختلفی  برخی ،لکه ؛ معدن،ژرنده، دیورانیموپخول
 او سانتریقیوژونه، او داسی  نوری  چاری ،  ټول؛ دایرانیو پوهانو له  خوا په  آسانۍ سره، سرته  رسیږی چی، دغه  اقدامونه، دایران ملت  دمقاومت  او دریدنی، او داټمی  پوهانو  او شهیدانو  دهلوځلو او سرښندنو له  برکته  دی  .
اټمی  پوهه، د پرمختګ لپاره؛ دجدی  او اساسی  مقدماتی  اړتیاو څخه  ګنله کیږی چی، په راتلونکی کی به، ددغی  پوهی  دلرلو اهمیت، څو چنده زیات  شی  ،  ځکه نو  دغی  خواته  په  چټکۍ  سره  حرکت کول؛ کولای شی  هیواد، د ځینو شیانو له  واردولو څخه، بی نیازه کړی .
نړۍ، د فوسیلی  انرجیو څخه، داستفادی  نه کولو په لور، دحرکت په حال کی ده،ځکه  چی؛ فوسیلی  سونګ، دژوندانه  د  چاپیریال، په تیره بیا د اوزون د پوټکی  په  نسبت، تخریبونکی  اغیزی  لری،او دهغو انرجیو څخه  په  استفادی سره چی، ددویم ځلی کاراخیستو قابلیت لری؛ دځواک  چاپیریال  له ککړتیا څخه، مخنیوی  کیدای شی .
سره  له  دی چی، داټمی  تکنالوجۍ  دنه  لرلو لپاره، په ایران باندی  دلویدیځوالو دباؤ زیات  ؤ، مګر؛ دایران اسلامی  جمهوریت، هیڅکله؛ دغو  دباونو؛ ګواښونو؛ او بایکاټونو ته  تسلیم  شوئ نه دئ، او داټمی انرجۍ  څخه  داستفادی   د حق  دلرلو په  زمینه کی، پخپلو دریځونوباندی  په  کلکه  دریدلئ  دئ 
دایران اسلامی  جمهوریت  همداراز، په دی  لټه  کی دئ چی،  د اپریل  ۹  نیټه  چی،  داټمی تکنالوجۍ  دملی   ورځی  سره برابره  ده؛ په  نړۍ کی، داټمی  وسلو څخه  د تشی  دنیا ، د ورځی  په  توګه  معرفی کړی ،  او په  همدی  زمینه کی هم،  داټمی انرجۍ  بین المللی آژانس  ته  وړاندیز  شوئ  دئ چی، دغه  ورځ  دی، داټمی  وسلو څخه  دتشی نړۍ  د ورځی  په  نامه ، نړیوالو ته  اعلان کړی  .
ایران، پخپلو اټمی حقوقو باندی  په  ټینګار سره، دلویدیځوالو  د زیات غوښتنو په  وړاندی  دریدلئ دئ، او په  عین  حال کی یی، د خپل  اټمی  پروګرام  د هدفونو او ماهیت  په  هکله، په  شفاف  تعامل  او مناسباتوسره، په  بین المللی  ډګرونوکی، اعتماد رامنځته  کونکو خبرو اترو ته  ګام ایښئ دئ .
په  اوس  حال کی، دایران  د ډیپلماسۍ او سیاست  ارګان،  د ۵+۱ ډلی سره؛ نهایی  موافقی  ته  د رسیدو، او دایران  داټمی  فعالیتونو په باره کی، دجنجال جوړونو  دختمولو په  چوکاټ کی،  دخبرو اتروپه حال کی دئ

Add new comment