ديوبندي مدرسې د طالبانو د ډلې ملاتړې
د پاکستان پوليسو په يو رپوټ کښې چې د دغه هېواد د فوځ د استخباراتي تنظيم آئي اېس آئي په ملګرتيا سره برابر کړے شوے دے د ديوبندي فرقې مدرسې او جوماتونه په دغه هېواد کښې د طالبانو د ډلې ستر ملاتړي وبلل. په دغه رپوټ کښې راغلي دي چې د «پير عزيز الرحمن هزاروي مدرسه»، «جامعه دارلعلوم زکريا»، «انوار المدينه»، مدرسه «سرای خربوزه»، مدرسه «ترنال»،«گولړه مدرسه»او مدرسه «جامعه خالد ابن وليد» په شان مذهبي مدرسې په پاکستان کښې د طالبانو د ډلې د ځواکونو د برابرولو او منظمولو مرکزونه دي.
د طالبانو له ډلې سره د سولې د خبرو اترو د ماتې په صورت کښې د پاکستان د حکومت په خلاف د حملو د دوام په اړه د دغې ډلې ګواښونو ته په پام سره د دغه هېواد حکومت په دې لټه کښې شوے دے چې په ښارونو او مذهبي مدرسو کښې د طالبانو د ډلې د ملاتړو او توانمنيو د اندازې جاجونه وکړي ، په تېره بيا دا چې د پاکستان د پائېتخت اسلام اباد او د فوځ د مرکز راولپنډۍ په شمول د دغه هېواد ستر ښارونه له داسې مذهبي مدرسو نه ډک دي چې د طالبانود ډلې ملاتړ کوي.
په همدې دليل سياسي کارپېژاندو په ځلونو د مذهبي مدرسو په تېره بيا د هغو مدرسو چې د ديوبندي فرقې تر نظر لاندې دي د فعاليت د نتائجو په باره کښې خبرادارے ورکړے دے. په خاصه توګه د عربو هېوادونو په تېره بيا د سعودي عربستان لخوا په مالي مرستو سره د دغو مدرسو ملاتړ او لارښونه کيږي.
په همدې دليل د ديوبندي فرقې مذهبي مدرسې په پاکستان کښې د وهابيت او د وسله والۍ په زدکړو او روزنو کښې يو مهم رول لري. دغه مدرسې همدارنګ خپلو طلباو ته له نورو فرقو څخه د کرکې تعليم او تربيت ورکوي چې نتيجه يې د ديوبندي فرقې تر ملاتړلاندې د تندلارو لخوا د فرقه پرستۍ او خونړيو تاوتريخوالو زياتوالے دے. اوس په پاکستان کښې ټولو ګوندونو له حکومته غوښتي دي چې د ديوبندي فرقې تر ملاتړ لاندې له مذهبي مدرسو سره په جدي چلند سره دې له ترهه ګرۍ او تندلاريتوب سره مقابله وکړي. د ديوبندي فرقې په مقابل کښې برېلويان غواړي چې له ټولو مشهور دينونو، مذهبونو او فرقو سره سوله ايز ژوند وکړي. خو ديوبندي فرقه د پاکستان په ټولنه کښې د تشدد او تفرقې په لاره تګ کوي. په تېره بيا دا چې د پوليسو د رپوټ له مخې د پاکستان د مذهبي مدرسو طلباء چې زياتره په خېبر پختونخوا صوبه او په تېره بيا د شمالي او جنوبي وزيرستان، خېبر اېجنسۍ او مهمندو اېجنسۍ په قبائيلی سيمو کښې دي د دالعلوم زکريا او جامعه خالد بن وليد په شان مذهبي مدرسو کښې جنګي او وسله ايزې زدکړې حاصلوي او د مفتيانو له فتوې سره سم ځان وژونکو عملياتو ته تياريږي.
له دې امله يې د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې له اندېښنې سره مخامخې کړې دي چې که د دغه هېواد فوځ د طالبانو د ډلې په خلاف د عمل مېدان ته ورودانګي نو دا ډول مذهبي مدرسې او جوماتونه به د طالبانو د ډلې د پټېدو د مناسبوځايونوپه توګه وګرځي او په نتيجه کښې به د جنګ لمن سترو او له نفوسو ډکو ښارونوته ارته شي.ځکه چې دغه مدرسې طلباو ته له نهم او لسم کلاسه وروسته وسله والې زدکړې او تربيت ورکوي.
په هر حال دې ته په پام سره چې د پاکستان وزيراعظم محمد نواز شريف په دغه هېواد کښې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې او امنيت د ټينګولو لپاره په خپلو هلو ځلوتاکيد کوي. د سياسي څارونکو له دې نظره د ديوبندي فرقې ترسرپرستۍ لاندې مذهبي مدرسو سره له جدي چلنده پرته به دغه مقصد پوره نۀ شي. ځکه چې دغه مدرسې هم هغه شان تندلاري توب او تشدد ته دوام ورکوي.
Add new comment